انځور: اطلاعات روز خبریال

د کاپیسا الاسای ولسوالۍ خلک د یوې ټلیفوني اړیکې نیولو لپاره غره  ته پورته کېږي

د کاپيسا ولایت الاسای ولسوالۍ د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د مخابراتي شرکتونو د خدمتونو له نشتوالي سر ټکوي او وایي، چې دوه ساعته مزل وروسته د غره څوکې ته پورته کېږي او بیا اړیکه نیسي.

دوی وايي، چې په هېواد کې د ٥ خصوصي او دولتي مخابراتي شرکتونو له ډلې يو يې هم د مرکز له محدودو سيمو پرته د دې ولسوالۍ په درو کې هیڅ فعالیت نه لري، او په دې برخه کې د طالب مسوولینو څخه د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

ددې ولسوالۍ د حسن اباد سیمې اوسیدونکی شهباز اطلاعات روز ته وویل:« کله هم چې د خپلو ملګرو او دوستان سره اړیکه نیسو دوه ساعته پیاده مزل کوو او د غره څوکې ته پورته کېږو او له هغه ځایه بیا د دوستانو احوال اخلو.»

نموړی د طالب مسوولینو څخه غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې دوی ته د مخابراتي شبکو د پراخ پوښښ زمینه برابره کړي.

کاپیسا ولایت کې د طالبان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ رییس مولوي دلاور برهان یاده ستونزه مني او وایي، چې نږدې راتلونکي کې به یاده ولسوالۍ کې درې مخابراتي شرکتونو خدمات پیل کړي.

د يادونې وړ ده، چې د تېرو شلو کلونو راهیسي د الاسای ولسوالۍ سربیره د کاپیسا ولایت یو شمیر نورې سیمې هم د مخابراتي شبکو تر پوښښ لاندې ندي راغلي او نه ورته سیمه ییزو چارواکو پاملرنه کړې، چې د خلکو ستونزې حل کړي.