د سي آی اې پخوانی مشر: له وړاندې اټکل شوی و چې طالبان د افغانستان د امنیت ټینګښت توان نلري

په افغانستان کې د وروستیو تاوتریخوالو په اړه د امریکا متقاعد نظامي جنرال او د سي آی اې پخواني مشر ډیویډ پټرییس ویلي، مخکې له دې وړاندوینه شوې وه چې طالبان به د امنیت د تامینولو توان ونه لري.

د هغه په وينا، د تاوتريخوالي د ډېرېدو لامل د طالبانو لخوا د افغانستان له زندانونو څخه د زرګونو کسانو او «ترهګرو» ډلو ازادیدل بللي چې بیا واک ته رسیدلي او بریدونه کوي.

دغه متقاعد جنرال د امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي:«په یاد ولرئ چې موږ له پخوا ویره درلوده چې واک ته به د طالبانو په رسیدو سره هغوئ د افغانستان د ټولو برخو د امنیت د تامین وړتیا ونلري. وروستي تاوتریخوالي او د مختلفو ډلو بیا انسجام، د طالبانو لپاره امنیتي مشکلات رامنځ ته کړي دي.»

نموړي په دې خبرو کې زیاته کړې چې  د امریکا هغه نظامي تجهیزات او تسلیحات چې په افغانستان کې پاتې دي په هغه اندازه چې راپور ورکړل شوی جدي ندي خو د اندیښنې وړ دي.

ویل کېږي چې د اووه میلیاردو ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات او وسلې چې د امریکا له خوا د افغانستان د پخواني حکومت دفاعي او امنیتي ځواکونو ته اخیستل شوې وې ددوی د وتلو وروسته افغانستان کې پاتې شوې.

د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې په دې تجهیزاتو کې الوتکې، له هوا څخه ځمکې ته د وسلو مهمات، پوځي نقلیه وسایط، وسلې او مخابراتي وسایل شامل دي.

پټرییس زیاتوي،«د وسلو یو شمیر سیستمونه او نوې وسلې او داسې توکې شته چې د استفادې وړ دي. خو په جدي توګه شک لرم چې الوتکې په ښه وضعیت کې وي. شک لرم چې نظامي موټرونه هم په ښه وضعیت کې واوسي. ځکه هغوی اضافه پرزه جات نلري او حتی د تخنیکي پلوه هغوی ته [طالبان] ساده نده چې الوتکو ته پرواز ورکړي، موټرونه وچلوي او یا هم هر څه فعال کړي.»