ارزګان کې د ترافیکي پیښو له امله یو کس مړ او ۱۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي

اطلاعات روز: ارزګان کې روغتيايي مسوولين وايي، د اختر په تېروڅلورو ورځو کې د ترافیکي پیښو له امله يوازې د ترينکوټ ولايتي روغتون ته ۱۰۱ کسان ور وړل شوي چې ۱۰۰ تنه ټپیان او يو يې مړ شوي دی.

د ارزګان د ولايتي روغتون سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال اطلاعات روز ته نن ( پنجشنبه، ۱۵ د ثور) وويل چې په ترافيکي پيښو کې شاخوا ۲۰ تنه چې سخت ټپیان وو، کندهار ته انتقال شوي دي.

وطنوال وايي: «د ترينکوټ ولايتي روغتون ته د اختر په شپو او ورځو کې ۱۰۱ کسان چې په ترافيکي پيښو کې زيانمن شوي وو، راوړل شوي چې له دې جملې څخه يوه کس خپله ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۵ څخه تر ۲۰ پوري کسان کندهار ولايت ته انتقال شوي دي.»

په ورته مهال خلک هم د ترافيکي پيښو زياتيدو انديښمن کړي او زياتوي چې خلک په بي احتياطۍ سره ښار کې نقله وسايل چلوي او طالبان يې مخنيوی نه کوي.

د ترينکوټ يوه اوسيدونکي صديق الله اطلاعات روز ته وويل چې هم د طالبانو نظاميان او هم ملکي کسان نقله وسايط په بې احتياطۍ سره چلوي.

دی له طالبانو غواړي چې هغه کسانو ته دې سخته سزا ورکړي چې له موټر چلولو سره بي احتياطي کوي.

د ارزګان ولایت یو شمیر نورو روغتیایي مرکزونو ته هم د ترافیکي پیښو تپیان ور وړل شوي چې دهغوئ کره شمر لا تر اوسه ندی معلوم.

واک ته د طالبانو د رسيدو وروسته د افغانستان په جنوبي ولايتونو کې د ترافيکي پيښو ګراف لوړ شوی چې د مسوولينو  په خبره لاملونه يې د لويو لارو خلاصيدل ښارونو ته د خلکو زيات راتګ او له ترافيکي قوانينو څخه د خلکو ناخبري ده.