د «مقاومت جبهه» د رهبرۍ عالي شورا جوړوي

د طالبانو ضد «مقاومت جبهې» د یوې مشورتي غونډې د جوړیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د غونډې موضوع «د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې د عالي شورا جوړول» دي.

د «مقاومت جبهې» په یوه خپره شوې بیانیه کې ویلي، چې دغه غونډه تېره شپه (چهارشنبه، ۱۵ د ثور) په انلاین ډول د جبهې د سرلاري احمد مسعود په شتون کې ترسره شوه.

د بیانې له مخې، په دې غونډه کې د هېواد د ټولو ولایتونو دننه او بهر د ټولو قشرونو په ګډون د ټولو قومونو « شخصیتونو» سره سلا مشوره شوې.

د «مقاومت جبهې» ویلي، چې احمد مسعود د دغې غونډې په پای کې ټینګار وکړ چې د دغو غونډو په دوام او د خبرو له پای ته رسیدو وروسته به د «مقاومت جبهې» د عالي شورا د جوړولو لپاره اقدام وشي.

دا جبهه تېر کال د طالبانو په لاس د کابل او ولایتونو له سقوط وروسته د احمدشاه مسعود د زوی احمد مسعود او د اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح له خوا په پنجشیر کې جوړه شوه. دغې جبهې څو ورځې له طالبانو سره مقاومت وکړ او بالاخره پنجشیر هم د طالبانو لاس ته ولوېد.

د «مقاومت جبهه» وايي، چې اوس مهال د دوی ځواکونو په پنجشیر او شاوخوا ولایتونو کې د طالبانو پر ضد خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی. په داسې حال کې چې د دغه غورځنګ مشر په بهر کې ژوند تیروي.