د حجاب اجباري کیدل؛ طالبان د « بې حجابه میرمنو» سرپرستان مجازات کوي

د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویلي، چې مسلمانو اصیلو او بالغو ښځو لپاره د « شرعي حجاب رعایت» کول فرض او ضروري دي او چادري د «حجاب» ترټولو بهترین ډول دی.

دغه طرحه چې نن ( شنبه، ۱۷ د ثور) خپره شوې او یوه نسخه چې یې اطلاعات روز ته رسیدلې پکې راغلي، د حجاب به نوم تور رنګه جامه هم شرعي ده خو، زیاتوي چې « نازک او تنګ» باید نه وي.

د امربالمعروف اونهی عن المنکر وزارت به دغه طرحه کې « بې حجابه میرمنو ته «سزا» هم په نظر کې نیولې ده.

په طرحه کې راغلي، چې د بې حجابه میرمنې دې په لومړي ځل کور په نښه کړل شي دهغې ولي ته دې توصیه وشي او تنبیه دې کړل شي.

همدارنګه به دویم قدم کې دې ولي اړوند ریاست ته احضار کړل شي. په دریم ځل دې ولي حبس کړل شي. په همدې ترتیب څلورم ځل دې ولي محاکمو ته وسپارل شي ترڅو به مناسبه سزا محکوم کړل شي.

د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د خبرو په داوام سره ویلي، هغه میرمنې چې طالبانو سره په دولتي ادارو کې کار کوي او حجاب نه مراعتوي له دندې دې وشړل شي.

دغه راز که د حکومتي مامورینو او منسوبینو لوڼې حجاب نه رعایتوي دندې یې باید تعلیق شي.

دا د طالبانو لخوا د ښځو او نجونو د ازادۍ پر وړاندې وروستي بندیزونه دي.

واک ته د طالبانو رسیدو سره سم د شپږم ټولګي پورته ښوونځې د نجونو پرمخ وتړل شول او همدارنګه په ډیری دولتي ادارو کې ښځو ته د کار کولو اجازه نده ورکړل شوې.