هلمند کې يو کس خپل د کاکا زوی په ډزو وژلی

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين وايي، په کجکي ولسوالۍ کې تيره ورځ يوه کس خپل د کاکا زوی په ډزو ويشتلی او وژلی یې دی.

هلمند ولايت کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ريس حافظ هلمندي وايي د يادي وژنې اصلي لامل تراوسه نه دی معلوم خو زياتوي چې په وژنې تورن کس له سيمي څخه تښتېدلی دی.

هغه وايي طالبان هڅه کوي چې مجرم کس ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

په دي وروستيو کې په افغانستان کې د شخصې د ښمنيو او يو شمير نورو لاملونو له امله دغه ډول وژنې زياتي شوي او خلک نيوکه کوي چې طالبانو د عامو خلکو د امنيت په تامين کې پاتې راغلي دي.