انځور: ټولنیزې رسنۍ

د «مقاومت جبهې» د پنجشیر ولایت د ځینو برخو د نیولو ادعا کړې

د طالبانو ضد «مقاومت جبهې» په پنجشیر کې د خپلو عملیاتو د پیل اعلان کړی او د دغه ولایت د ځینو برخو د نیولو ادعا کوي.

د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي تېره شپه (جمعه، ۱۶ د ثور) په یوه ټویټ کې لیکلي چې د عبدالله خېلو او ابشار ولسوالیو د مرکزونو پرته ددې ولسوالیو ټولې سیمې د مقاومت جبهې لاسته ورغلي دي.

نوموړي ویلي، د ولسوالۍ مرکزونه هم تر محاصرې لاندې دي او طالبانو د تسلیمېدو لپاره وخت غوښتی دی.

‌احمدي وايي، د «مقاومت جبهې» برید هغه مهال پېل شو، چې د طالبانو سره قطعه عبدالله خېلو او ابشار ولسوالیو ته د کورونو د پلټنو په موخه روانه وه.

هغه ادعا کوي چې په دې بريدونو کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوى پنځه زغره وال موټر له منځه تللي دي.

احمدي دغه راز ادعا کړې، چې د پنجشیر په حصه اول ولسوالۍ کې د دواب پوسته هم د مقاومت جبهې نیولې، هغه وايي چې په دې بريد کې نهه طالبان وژل شوي او شپږ نور ژوندي نيول شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

په دې اړه پنجشېر کې د طالبانو پخوانی امر د امنیت عبدالحمید خراساني ویلي، د «مقاومت جبهې» له خوا د دغه ولایت د ځینو برخو د نیولو خبرونه بې بنسټه دي.

دا جبهه تېر کال د طالبانو په لاس د کابل او ولایتونو له سقوط وروسته د احمدشاه مسعود د زوی احمد مسعود او د اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح له خوا په پنجشیر کې جوړه شوه. دغې جبهې څو ورځې له طالبانو سره مقاومت وکړ او بالاخره پنجشیر هم د طالبانو لاس ته ولوېد.