طالبانو د جنرال رازق له مقبرې د موټرو تم ځای جوړیدل ردوي او تشې ګنګوسې یې بولي

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو د ولایت مقام په دغه ولايت کې د پخواني امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق اڅکزي له مقبرې څخه د موټرونو تم ځای جوړیدلو خبره ردوي او وایي چې دوی هیڅ کله دغه ډول کړنو ته اجازه نه ورکوي.

د جنرال رازق ورور عبدالخالق اڅکزي پر خپل رسمي فيسبوک پاڼه باندې د خپل ورور د مقبرې عکسونه خپاره کړي او ورسره يې ليکلي چې د جنرال عبدالرازق د زيارت له انګړ څخه اوس د موټرونو پارکينګ جوړ شوی.

له دې سره هممهاله کندهار کې د طالبانو د ولایت مقام رسنيو دفتر اطلاعات روز ته دغه خبر ردوي او وايې چې طالبانو دغه ډول کړنو ته هيڅ وخت اجازه نه ورکوي.

د ولايت رسنيو دفتر وايي، کوم عکسونه چې پر فيسبوک او سوشل ميډيا خپاره شوي دا د هغو نظامي کسانو د موټرو دي چې د جنرال عبدالرازق اڅکزي له قبر او مقبرې څخه ساتنه کوي.

دغه دفتر وايې، چې د جنرال عبدالرازق اڅکزي له قبر او مقبرې څخه هيڅ چا دومره په ښه ډول ساتنه نده کړې لکه دوی چې یې کوي.

دوی وایي، « دا ګنګوسې هغه کسان اچوي چې نفاق او جنګ ته لمن وهي، موږ ټولو خلک ته اجازه ورکو چې راشي د جنرال عبدالرازق اڅکزی قبر له نېږدې څخه وګوري او ځان ډاډه کړي چې هيڅ هم نشته، هغه فقد د هغو نظامي کسانو موټر دي چې د دغه قبر حفاظت کوي.»

د يادونې وړ ده چې د جنرال عبدالرازق اڅکزي ورور عبدالخالق اڅکزي او ګڼ شمېر نورو پخواني سياستوالو په ټولنیزو رسنیو کې غبرګون ښودلي وو، چې ګوکې طالبانو د جنرال رازق له مقبرې د موټرو تم ځای جوړ کړی.

وروسته له هغې چې د احمدشاه مسعود مقبرې ته څیرمه د طالبانو اټن کول په کور دننه او بهر کې پراخ غبرګونونه را وپارول اوس د جنرال رازق مقبرې ترڅنګ د موټرو تم ځای جوړیدل د سختو نیوکو سره مخ شوی.