پټې وژنې؛جلال اباد ښار کې د یوه وژل شوي کس جسد موندل شوی

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي نن (یک شنبه، ۱۸ د ثور) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره ورځ د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحیې اړوند «کامې زړې هډې» ته څیرمه د یوه وژل شوي کس مړی موندل شوی.

سرچینه زیاتوي چې د وژل شوي کس جسد په یو لښتي کې موندل شوی او وروسته د جلال اباد ښاروالۍ له لوري انتقال شوی دی.

تر اوسه معلومه نده چې یاد کس څوک دی، د کوم ځای دی او چا وژلی دی.

ننګرهار کې طالب چارواکو تراوسه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او نه هم چا د یاد کس د وژل کیدو مسوولیت منلی دی.

په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې هدفي وژنې زیاتې شوي، چې د خلکو په خبره لامل یې د ځینو کورنیو ترمنځ خپلمنځي دښمنۍ دي.