د کابل په لوېدیځ کې د سید الشهداء د نجونو پر لېسې د خونړی برید د لومړۍ کلیزې په مناسبت، د یاد ښوونځی مخې ته د قربانیانو په یاد شمعې بلې شوې.
په دې مراسمو کې د قربانیانو کورنیو، د سید الشهدا د لېسې یو شمېر زده کوونکو او ښوونکو هم برخه اخیستې وه.
د سید الشهداء لېسې زده کوونکو پر دغه ښوونځي د برید د قربانیانو د تلین په مراسمو کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو غوښتنه وکړه.
پر دغه ښوونځي تېر کال ( ۱۴۰۰) د ثور په ۱۸مه هغه مهال پرلپسې چاودنې وشوې چې زده کوونکي له ښوونځي څخه د وتلو په حال کې وو.
د شمېرو له مخې په دغه برید کې لږ تر لږه ۸۵ تنه وژل شوي، چې ډېری یې ښځینه زده کوونکې وې.
دا د کابل په لویدیځ کې د هزاره میشتو په سیمه کې پر ښوونیز مرکزونو لومړی برید نه دی. تر دې وړاندې هم موعود او کوثر دانش ښوونیز مرکزونه د خونړیو بریدونو موخه ګرځیدلي وو، چې لسګونه زده کوونکي پکې ووژل شول.
همدارنګه د روان هجري لمریز کال د وري په ۳۰مه د برچي په سیمه کې د «ممتاز» ښوونیز مرکز او د « شهیدعبدالرحیم» پر لېسې درې پرله پسې چاودنې وشوې.
د « شهیدعبدالرحیم» ښوونځي مخې ته په دوو چاودنو کې لسګونه زده کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته.
ورته مهال د کابل په لوېدیځ کې د سید الشهداء د نجونو پر ښوونځي د خونړي برید د کلیزې په مناسبت په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ویلي، د هزاره ټولنې د وژل کېدو په ساتنه کې پاتې راتلل ناوړه پایلې له ځان سره درلودې.
هغه زیاته کړې، وروسته له هغې چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، هزاره ګان د خونړیو بریدونو موخه کرځیدلي، چې د ځینو پړه داعش ډلې پر غاړه اخیستې. ريچارډ بنټ د بريدونو د مخنيوي او د هزاره ګانو پر ساتنې د ټينګار تر څنګ ويلي، چې د پېښې عاملينو پېژندلو او د قانون منګولو ته د سپارلو لپاره بیا ځلي ازادې څیړنې کوي.