د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ وایي، د افغان ښځو په اړه د طالبانو سیاست د بشري حقونو سپکاوی دی او په وینا یې، دا به له نړیوالې ټولنې سره د دوی پر اړیکو منفي اغېزه وکړي.
وېسټ نن سهار (دوشنبه،۱۹ د ثور) په یوه ټویټ کې د افغانانو په ملاتړ د طالبانو د وروستیو تګلارو چې د ښځو او نجونو حقونه محدودوي ژوره خواشیني څرګنده کړې.
د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په خپلو تازه بندیزونو کې، د بالغو ښځو لپاره د شرعي حجاب رعایت کول «فرض او ضروري» ګڼلي او چادري یې د «حجاب» ترټولو بهترین ډول بللې ده.
دغه وزارت ویلي، د بې حجابه میرمنو ولي دې اړوند ریاست ته احضار کړل شي. درې ورځې دې حبس کړل شي او حتا محاکمو ته دې وسپارل شي ترڅو به مناسبه سزا محکوم کړل شي.
د طالبانو دغې پرېکړې پراخ غبرګونونه را وپارول.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دې پرېکړې په اړه خواشیني څرګنده کړې او پر طالبانو یې غږ کړی چې د افغان ښځو او نجونو په وړاندې پر خپلو تعهداتو او د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د طالبانو د دې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دا به له نړیوالې ټولنې سره اړیکې لا ستونزمنې کړي
د يادونې وړ ده، چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځيو بندې شوي او په ډېرو دولتي ادارو کې ښځينه کارکوونکې له دندو شړل شوي.