ارزګان کې د یوه کس د وژنې په تور ۵ کسان نيول شوي

په ارزګان کې د لالي په نوم د یوه کس د وژنې په تور هغه ۵ کسان نيول شوي، چې تيره شپه يې نموړی په خپل کور کې د شخصي دښمنۍ له امله په قتل رسولی و.

ارزګان ولايت کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ وياند اغاولي قريشي وايي، چې پر نیول شویو پنځه  کسانو تور دی چې په «چوره» ولسوالۍ کې یې د شخصي د ښمنۍ له امله يو کس وژلی دی.

د قريشي په خبره پيښه تيره شپه د «چورې» ولسوالۍ په «قلايي راغ» سيمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی وايي، چې نيول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی چې د څیړنو بشپړيدو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپيژندل شي.

دی وايي:«دغه ۵ کسانو تيره شپه دارزګان ولايت په چوره ولسوالۍ کې د لالي په نوم يو کس وژلی چې د امنيتي ځواکونو لخوا ونيول شول دوسیه یې تر بشپړیدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ليږل کيږي.»

په ورته وخت کې يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چي لالی د شخصي دښمنۍ له امله ندی وژل شوی بلکې دغو پنځه تورن کسانو وژلی چې د طالبانو په لیکو یې دندې درلودې.

سرچینې دا په ډاګه نه کړه چې لالی د کوم جرم په تور یادو کسانو وژلی دی.