اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، تیره ورځ ناوخته د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند «انګور باغ» سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ تښته شوې چې یو کس پکې وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالصبور زابلي نن (سې شنبه،۲۰ د ثور) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې پور ورکوونکي له خپل پور وړي د پور غوښتنه کوله چې د دواړو لوريو ترمنځ لومړی لفظي شخړه شوې او بیا یې پر یو بل ډزې کړي.
نوموړی زیاتوي په یاده پېښه کې د یوې کورنۍ دوه تنه ټپیان شوي او یو بل وژل شوی دی.
زابلي زیاته کړه:«د یوې حقوقي موضوع پر سرشخړه رامنځته شوې، یعنې د یوې کورنۍ پر بلې کورنۍ قرض و او کله چې یې قرض غوښتی نو دا پېښه رامنځته شوې.»
نوموړی همداراز وایي، چې د یادې پېښې په تور یې درې تنه نیولي چې اوسمهال په امنیه قومندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دي.
د مالوماتو له مخې وژل شوی ځوان مشال هوتک نومیده چې اوسمهال د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د اخیري کال محصل و.
ننګرهار کې په دې وروستیو کې د ځینو کورنیو ترمنځ خپلمنځي شخړې زیاتې شوي چې له امله یې ډیر کله مرګ ژوبله رامنځته کیږي.