اطلاعات روز: یوې ځایي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي نن (سې شنبه،۲۰ د ثور) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره ورځ د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو سازمان اړوند پر یوه موټر د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې، چې له امله یې د یاد سازمان یو کارکوونکی ټپي شوی دی.
سرچینه همداراز وایي، چې په ورته مهال د کونړ د قبایلو ریاست په انګړ کې هم چاودنه شوې چې له امله یې د یاد ریاست دوه طالب ساتوونکي ټپیان شوي دي.
بل لور ته د کونړ ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند قاري محمد حنیف هم اطلاعات روز ورځپاڼې د دواړه پېښې تائيدوي او وایي، چې په شویو چاودنو کې د ملګرو ملتونو د سازمان یو کارکوونکی ټپي شوی او نور هیچا ته زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه د دغو چاودنو مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.