کونړ کې د بزګرانو سره د کرنیزو ماشین الاتو مرسته وشوه

اطلاعات روز: کونړ کې له کروندګر سره د ۵ میلیونه او ۶۹ زره افغانیو په ارزښت د کرنیزو ماشین الاتو مرسته ترسره شوه.

د دغه ولایت د رسنیو څخه نن (پنجشنبه،۲۲د ثور) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کونړ کې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ او FGA- د افغانستان راتلونکو نسلونو موسیسې په تخنیکي همکارۍ د دغه ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د بزګرانو څلورو اتحادیو ته درې ټراکټورې، څلور زرنج موټرسایکلې، او نور کرنیز ماشین الات ورکړل شول.

بزګران هم د ترلاسه شویو مرستو خوښ دي خو غوښتنه کوي، چې له دوی سره دې د نورو مرستو سربیره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو په برخه کې هم مرستې ترسره شی.