ډنډ پټان کې د جنۍ ولور ۴ سوه زره افغانۍ ټاکل شوی

اطلاعات روز: د پکتيا ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د قومي پریکړې له مخې د جنۍ ولور څلور لکه افغانۍاو د کونډې ښځې ولور دوه لکه افغانۍ ټاکل شوی دی.

د دغې ولسوالۍ قومي مشران وايي، په ډنډ پټان ولسوالۍ کې پنځه قومونه اوسيږي، چې د ټولو په همغږۍ يې د ولور او نورو ناوړه دودونو مخنيوي لپاره قومي پرېکړه شوې.

د پکتيا ولایت څمکنیو ولسوالۍ وروسته په ډنډه پټان ولسوالۍ کې هم د نجونو د ولور په اړوند پرېکړه وشوه.

د پټان ولسوالۍ قومي مشر ملک ظفر وايي، چې په دغه تړون کې د پېغلې جنۍ ولور څلور سوه زره افغانۍ ټاکل شوی او په خبره یې چې دې ته ورته د ځينو نورو ناوړه دودونو مخنيوي هم شوی دی.

نوموړی وايي: «د منګلو، خروټو، ځاځيو او ځينو نورو وړو قومونو په همغږۍ پرېکړه وشوه، چې د پېغلې جنۍ ولور به څلور لکه افغانۍ وي، په بنې د جنۍ ورکولو ولور به څلور نيم لکه او د کونډې  ولور دوه لکه افغانۍ وټاکل شو، په دغه پرېکړه کې د ځينو نورو اضافه مصارفو مخنيوی هم شوی دی.»

په همدې حال کې بيا د منګلو قوم يو تن قومي مشر سردار خان وويل، چې په ټولنه کې د شته ناوړه دودونو له امله د سيمې ډيری ځوانان د کېدونکو مصارفو د پوره کولو لپاره بهرنيو هيوادونو ته د تګ لپاره په مرګونو لارو مجبوره کيږي او هلته کلونه مساپري تېروي.

هغه همدا راز زياته کړه چې د شوې قومي پریکړې له مخې به د ماما او تره په نومونو کبا (هغه نغدې پیسې چې د جنۍ ماما او کاکا یې د زوم څخه اخلي) نه اخيستل کيږي او نه به هم سره او سپین زر جنۍ ته اخيستل کيږي.

هغه وايي: «دا پرېکړه د دې لپاره د ټولو په خير ده، چې ځوانان به نور نه مجبوره کيږي، چې په قاچاقي لارو ايران او يا هم نورو هيوادونو ته لاړ شي. قومي مشرانو د دې لپاره چې له پرېکړې څوک سرغړونه و نه کړي، نو له سرغړونکو سره به قانوني چلند کيږي او د قوم له خوا به ناغه کيږي هم.»

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د پکتيا ولايت په زرمت او څمکنيو ولسواليو کې هم د قومي پرېکړې له مخې د ولور او نورو بېځايه مصارفو د مخنيوي لپاره ورته تړونونه شوي دي، چې د خلکو په وينا تر ډېره يې ښه پايله هم ورکړې ده.