کندهار کې سږکال ۹۰ سلنه کروندګرو کوکنار کرلي

وحيد الرحمن افغانمل

کندهار کې داسې مهال ۹۰ سلنه کروندګرو کوکنار کرلي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده ددغه بوټي پر کښت او د تریاکو پر پېر او پلور مطلق بندیز لګولی دی.

کندهار کې کروندګر وایي، داسې اوازې يې اورېدلې وې چې سږکال به‌ د کوکنارو کښت او د تارياکو پېر او پلور په مطلق ډول بند شي نو ځکه يې په دومره ډېره پيمانه د کوکنارو کرکيلې ته مخه کړې ده.

پر افغانستان د طالبانو د بيا ځل واکمنېدو لا کال لا ندی پوره شوی، چې د دې‌‌ واکمنې ډلې مشر ملا هبت الله په يوه فرمان کې د هر ډول نشه‌‌یي توکو پر کښت، پير او پلور بندېز ولګوه.

هلمند، بادغيس، کندهار، او ارزګان هغه ولايتونه دي چې پروسږکال د ټول افغانستان په کچه پکې ډېر تارياک کرل شوي وو، خو سږکال د هلمند را وروسته کندهار ولايت دوهم ځای خپل کړی.

کندهار کې کروندګر وايي، په اوس وخت کې چې پر خپلو ځمکو هر څه کښت کړي خو بيا هم د تارياکو بديل نه شي پيدا کولای، ځکه دوی په دغه برخه کې شل کلنه تجربه لري.

اووه څلوېښت کلن عبدالله يو له هغه کروندګرو دی چې سږکال یې د کندهار ولايت په ژیړۍ ولسوالۍ کې پر خپل ټوله ۲۰ جريبه ځمکه کوکنارو کرلي، هغه اطلاعات روز ته وويل، کوکنار لږ کار غواړي او ډېرې پيسې ګټي.

عبدالله وايې، دا د ده په ژوند کې لومړی ځل دی چې د کوکنارو د کرکيلې له کرلو څخه پر شا کېږي ځکه تېر کلونه به ده څلور فصله د کوکنارو حاصل تر لاسه کوه.

د کوکنارو بوټې چې نیښ ګرو یې نیښ وهلی ترڅو تریاک ترې جمعه کړي

دغه اووه څلوېښت کروندګر وايي، چې له پنځلس کلنۍ څخه د کوکنارو د کرکيلې په کرلو کې تجربه لري او په خبره یې، هغه ګټه چې دی‌ په تارياکو کې ويني نور په هيڅ کې هم نشته، ځکه اوس مهال ورځ تر بلي په تور بازار کې د تارياکو قيمتونه د پورته کېدو په حال کې دي او ټول خلک کوښښ کوي څو د ځان لپاره تارياک ذخيره کړي.

دلته تارياک په من کټ خرڅېږي او هر من شاوخوا څلور نيم کيلو کېږي.

عبدالله زياتوي، چې پخوا به د تارياکو يو من له ۳۰زره څخه بيا ۶۰زره پاکستانۍکلدارې خرڅېدل، خو اوس دغه قيمتونو د طالبانو د مشر د يوه پرمان له وجې ځان تر ۳ لکو پاکستانيو کالدارو پورې رسولی دی.

د هغه په وينا، چې د کوکنارو کرکيلې د حاصل ورکولو پر وخت به ورسره په کروندې کې ۲۵ تنو کار کوه او هر کس ته به يی د پنځلس ورځني کار په بدل کې شاوخوا ۵۰ زره پاکستانۍ کلدارې ورکولې خو اوس د دغو نېښګرو شمېر صفر ته را ټيټ شوی.

د کوکنارو د غوځو څخه جمعه شوي تریاک

ده وويل، په ګرم سير سيمو د کوکنارو بديل هر څه کېدای شي، ځکه د دې ځای خاوره او هوا تر ډېره حده زراعتي جوړښت لري.

د‌ ده په خبره، که د باغ لرونکو او کروندګرو حاصلات تر داخلي او نړيوال بازارونو پورې په ښه قيمت او معياري ډول ورسېږي نو بيا به په ژوند کوکنار کښت نه کړي.

عبدالله زیاته کړه: « په تېرو کلونو کې به موږ له تارياکو څلور فصله ښه حاصل راټولوه مګر، سږکال مو‌ همدا يو فصل وکرل او غواړو چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخند فرمان عملي کړو، خو موږ له نړيوالې ټولنې غواړو چې کروندګرو ته دې د تارياکو بديل ورکړي، ځکه تارياک افغانانو ته دومره تاوان نه رسوي لکه د بهريو هېوادونو خلکو ته، موږ يې بديل غواړو.»

دلته چې هر چا هر څومره ځمکه درلوده سږکال يې د کوکنار کرکيلې پرې کړې، خو دا هر يو د دې لپاره بېلابېل دليلونه هم لري.

ځينې بزګران د تارياکو د کښت بديل غواړي او ځينې يې بيرته د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي څو يو ځل بيا د کوکنارو کښت ته‌ اجازه ورکړي.

سیدالله د‌ کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی هغه اطلاعات روز‌ ورځپاڼې ته وويل، طالبانو پر دوی د کوکنارو کښت بند کړی خو تر اوسه يې بديله لاره نه ده ورته پيدا کړې.

دی زياتوي، چې ټول کلي کې همدا يو جريب ځمکه لري او هر کال يې له همدې ځمکې شاوخوا شل منه تارياک را ټولول او بيا يې په تور بازار کې د پخواني حکومت له ویرې په ډېرو کمو پيسو خرڅلاو ته وړاندې کول.

د ده په خبره، له کله نه چې‌ یې د طالبان د مشر ملا هیبت الله اخند هغه فرمان‌ په مسجدونو کې اورېدلی چې د «کوکنارو او هر ډول نشه‌يي توکو کښت په مطلق ډول بند‌ دي او که هر چا سرغړونه وکړه د قانون منګولو ته به سپارل کېږي» بيا نه ده او نه هم نورو کروندګرو د‌ دې کوښښ کړی چې کوکنار او يا هم بنګې و‌ کري.

هغه زياتوي، چې د طالبان حکومت او يا هم نړیواله ټولنه دې ژر تر ژره  ورته د تارياکو بدیل پیدا کړي.

ده وويل، د تاريکو په مطلق ډول بندېدل به د دې سبب شي چې د ده په شمول ډېر شمېر کروندګر به بېکاره شي.

د سیدالله په وينا: «سږکال خلک ځانته حيران وو، فقر او غربت ډېر ځپلی‌ وو، يوازځینی لامل چې بېرته يې د دوی اقتصاد پر خپلو پښو ودروه هغه تارياک وو، زما دا څو کاله واده بند و، دغه تارياک چې ګران شول ما څلور منه ساتلي و نو په ښه پيسو مي خرڅ کړل او د‌ خسر غاړه مې ادا کړه، موږ فقد دومره غواړو چې‌ خپل ځان وساتو د‌ ډېرو پيسو توقع موږ هم نه لرو.»

ګروندګر وایي د تریاکو کښت او کار اسان دی او قیمت یې لوړ نو ځکه کوکنار کري

هغه وايي، پروسږکال د پخواني حکومت او طالبانو تر منځ د جګړې شدت د دې سبب شو، چې دوی له خپلو مېنو څخه نورو سيمو ته پناه يوسي.

هغه کسان چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره بېکاره شوي وو، د روان کال په جريان کې ټول د کوکنارو د کرکيلې د نېښ وهلو بوخت شول او ښې پيسې یې وګټلې.

بل خوا د تارياکو نېښ ګر هم خوشحاله او هم خفه دي خو د دغه دو حالاتو ترمنځ په توپير يواځې هغه کسان پوهېږي چې له کلونو د کوکنارو کرکيلې نېښ ته ځي دوی وايي، خوشحاله ځکه دې چې د نورو کلونو په پرتله يې ډېرې پيسې ګټلې او خفه ځکه دې چې د روان کال په جريان کې پر کوکنارو مطلق بندېز ولګېد.

دېرش کلن نورالله يو له هغه نېښ ګرو څخه دی چې سږکال يې په ډاډه زړه د کوکنارو نېښ وهلی او ډېرې پيسې يې هم تر لاسه کړي ده اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې فقر او غربت یې اقتصاد ډېر ځپلی او مجبوره ‌و څو د کوکنارو کرکيلې نېښ ته ولاړ شي.

دی زياتوي، چې تعليم نه لري، دولتي دنده نه ورته پيدا کېږي، نو ځکه له شل کلو‌ را په دې خوا‌ کله د يو چا په کرونده کې د تارياکو نېښ وهي او کله د بل چا په کرونده کې‌.

دغه نېښګر وايي، سږکال به د تارياکو همدا وروستی فصل وي او د نورو فصلونو له پاره خلک زړه نه ښه کوي ځکه طالبانو بندېز پرې لګولی. 

د‌ هغه په خبره، هلمند او کندهار ولايتونو کې ځينو کسانو کوښښ کوه څو يو ځل بيا کوکنار کښت کړي خو د طالبانو امنيتي مسوولينو د هغوئ ټول کښتونه له منځه یووړل چې پر سر یې جنجالونه هم رامنځته شول.

نورالله وايي: «موږ د ملګرو ملتونو او طالبانو د دواړو غواړو چې د تارياکو پر ځای دې بدیل تخمونه راکړي او د اوبو بندونه دې راته جوړ کړي چې دا خلک هم ډاډه شي چې د تارياکو بديل شتون لري زه ولې کوکنار کښت کړم موږ ټول د خدای غريبان يو دا کار له مجبورۍ کو.»

د لوی کندهار د کوکنارو د کرکيلې نېښ ته د نورو ولايتونو خلک هم په ډېر شمېر راځي، په دغه کسانو کې هر يو کوښښ کوي څو ډېر کار وکړي او ښې پيسې لاس ته راوړي.

سږکال نېښ‌ګرو د تل له پاره د کوکنارو د کښت سره مخه ښه وکړه‌‌ ځکه، د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخند په خپل فرمان کې د ټولو نشه‌يي توکو پر کښت بندیز ولګوه او له ټولو افغان کروندګرو يې وغوښتل چې د تارياکو له کښت څخه لاس واخلي.

په دې فرمان کې يادونه شوې چې هر څوک چې د طالبانو د دې فرمان څخه سرغړونه وکړي نو له قانوني چلند سره به مخ شي، هغه څه چې اوس وخت يې د هلمند په نوزاد او کندهار میوند ولسواليو کې کروندګر شاهدان دي.

په ورته وخت کې هغه کسان چې د کوکنارو کرکيلې په نه کښت خوشحاله دي هغوئ د طالبانو دغه فرمان يو مثبت اقدام يادوي خو هغه کسان چې له تېرو شلو کلونو يې همدا د ژوند يوه مهمه برخه ده اوس حيران پاتې دي څو کوم ډول کښت وکري تر څو د کوکنارو د کرکيلې ځای ونيسي او دوی ته ډېرې پيسې وګټي.

د کندهار يو شمېر اوسېدونکي هم د دغې پريکړې هرکلی کوي او دا اقدام د هېواد په ګټه يادوي.

د کندهار پوهنتون يو تن محصل او د همدې ولايت يو تن اوسېدونکی جليل نيازی اطلاعات روز ته وويل، د کوکنارو د کښت په اړه د طالبانو د حکومت د دې فرمان هر کلی کوي ځکه په وینا یې چې په دغه اقدام سره هغه ټول کسان چې پر نشه‌يي توکو لکه تارياک او بنګو روږدې وي په يو ځل سره به له دې ټولو نشه راوړونکو توکو ځان وژغوري.

نيازي وايې، ډېر داسې حلال بوټي شته چې د کوکنارو کرکيلې د کښت بديل شي خو که بزګران وغواړي او طالبان پر خپلو خبرو پابنده پاته شي.

عام خلک وایي، طالبان دې کروندګرو ته د کوکنارو بدیل تخم ورکړي

دغه کس وايې، بزګران او کروندګر ځکه کوکنار کري چې بديل يې نه دی ورته پيدا شوی، 

د ده په خبره، که طالبان کروندګرو ته د کوکنارو کرکيلې بديل ورکړي، نو هغوئ به سم لاسي له دې کښتونو څخه لاس واخلي او ټول نشه‌يي توکي به پر يو ځای بند شي.

نيازي وويل: « په اوسني وخت کې تر ټولو فقيره طبقه دغه کروندګر دي نور څه د کرلو له پاره نه لري، د ډېرو کمو کسانو اوس عادت ګرځېدلی چې کوکنار وکري، او نور ټول له مجبورۍ کوکنار کښت کوي، تيل ګران دي، وچکالي ده، زما غوښتنه هم له واکمن حکومت څخه دغه ده چې له بهرنيو هيوادونو څخه د تارياکو بديل کروندګرو ته راواخلي.»

په ورته وخت کې د چارو ماهران دا ناشونې بولي چې نړیواله ټولنه دې په دغه اساسو شرايطو کې د افغان کروندګرو له پاره ژر د تارياکو بديله لاره او کښت پيدا کړي، ځکه اوس يې قيمتونه تر هغه څه ډېر پورته شوي چې د مواد مخدر قاچاق وړونکو او کروندګرو يې اټکل کړی و.

دوی وايي، په نړيواله کچه اوس وخت د ټول هېوادونو پام او فکر ډېر اوکراين په مسله کې بوخت دی او د اوکراین جګړې پر افغانستان مستقیمه اغیزه کړې.

بل لور ته د کندهار ولايت په ژيړۍ ولسوالۍ کې د حوض مدد په کلي کې د تارياکو بازار تر هر وخت ډېر ګرم شوی ځکه اوس د تارياکو نرخونه د پورته کېدو په حال کې دي.

د حاجې زیېر به نوم یو کس وايي، يوازځینی کښت چې اوس وخت ټول افغانان ورته سترګې په لار دي همدا تارياک دي.

هغه وويل، بل کوم خاص څه د کرلو له پاره نه لري او يواځینی څه چې ښه حاصل په لاس ورکوي او په لوړه بيه ورته خرڅېږي همدا تارياک دې.

 هغه نشه‌يي توکي چې له افغانستان څخه نورو بهر ملکونو ته صادرېږي يواځې دوه ميليارده امريکايي ډالره يې د افغان کروندګرو او قاچاق وړونکو جيبونو ته لوېږي خو له هېواد څخه د باندې مافیايې کړۍ بیا ددغه نشه‌یي توکو څخه تر ۵۰۰ مليارده امريکايې ډالرو ډیره ګټه خپلو جيبونو ته اچوي.

بايد وويل شي چې د روان کال په جريان کې کندهار ولايت د تارياکو په دوهم توليدوونکي ولايت بدل شو، هغه څه چې په تېرو څو کلونو کې يې چا تصور نه و کړی، خو دې هر څه د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخندزاده په يوه فرمان سره تغر ورټول کړ او په ټول هېواد کې د نشه‌یي توکو پر کښت او خرڅلاو بندیز ولګېد.

دا په داسې حال کې ده چې هلمند او کندهار اوس وخت له هغه دوه ولايتونه څخه دې، چې د ټول هېواد په سطحه پکې ډېر کوکنار کرل شوي، چې ورسره يو وخت د تارياکو قيمتونه هم تر پخوا څو چنده لوړ شول.