انځور: ارشیف

طالبانو د ۱۴۰۱ مالي کال بودیجه تصویب کړه

د طالبانو سرپرست حکومت مالیې وزارت د وزیرانو شورا تر تصویب او د دوی د مشرتابه تر تایید وروسته د ۱۴۰۱ کال مالي بودیجه اعلان کړه.

د طالبانو سرپرست حکومت د مالیې وزارت نن ( شنبه، ۲۴ د ثور) په یوې اعلامیه کې د ۱۴۰۱ مالي کال بودیجه اعلان کړې او ویلي یې دي چې د سږکال ملي بودیجه (۲۳۱) میلیارده افغانۍ ټاکل شوې ده.

د طالبانو مالیې وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې له یادې بودیجې څخه ( ۲۰۳) میلیارده افغانۍ عادي او (۲۷.۹) میلیارده افغانۍ یې پراختیایي بودیجه ده چې له داخلي غوایدو څخه ترتیب شوې ده.

ددغه وزارت د معلوماتو په اساس ترتیب شوې بودیجه یې بهرنی ملاتړ له ځان سره نه لري.

یاد وزارت ویلي، که څه هم ځانګړې شوې کلنۍ بودیجه کې (۴۴) میلیارده افغانۍ کسر شته دی، خو زیاتوي چې دوی به د کال تر پایه په یادې بودیجې خپلې چارې پرمخ وړي.

د یادونې وړ ده چې طالبان په داسې حال کې د ۱۴۰۱ کال مالي بودیجه تصویبوي چې ددغه ډلې حکومت تراوسه کوم بهرني هیواد په رسمیت ندی پيژندلی او نه کوم بهرنی ملاتړ له ځان سره لري.