زابل کې یو ماشوم تر جنسي تېري وروسته وژل شوی دی

اطلاعات روز: زابل کې ځايي سرچينې وایي، چې د‌دغه ولايت په مرکز قلات ښار کې یو ماشوم تر جنسي تېري وروسته په مرموز ډول وژل شوی دی.

یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې پر دغه ماشوم تېره ورځ (۲۴ د ثور) په قلات ښار کې لومړی جنسي تېری شوی او وروسته وژل شوی دی.

سرچينې زياتوي چې دغه ماشوم عزیزالرحمن نومیده او عمر یې تر څوارلسو کلنو پورې رسیده.

د سرچینې په حواله، زابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ یاده پیښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې په دې تړاو یې درې تنه تورن کسان نیولي او تر پلټنو وروسته به نور معلومات په ډاګه کړي.

د يو بل خبر له مخې بيا زابل کې يو کس خپل ورور او وراره په خطايي ډزو کې وژلي دي.

ځايي سرچينې وايي، دغه کس زابل کې د طالبانو د دوهمې امنيتي حوزې د امر حافظ احمد ورور دی او د ټوپک پاکولو په وخت کې ترې خطايي ډزې شوي او د خپل کور دوه ماشومان یې وژلي.

د سرچينې په وينا: «دغه کس په کور کې د خپل ټوپک پاک کاري کوله چې په ناپامۍ کې ورڅخه خطایي ډزې شوي، يوه مرمۍ د ده د خپل ورور په غاړه کې لګېدلې او بله مرمۍ يې د وراره په نس کې لګېدلې ده.»

زابل کې طالب چارواکو تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.