پاکستان یو ځل بیا پر کونړ راکټي بریدونه کړي

اطلاعات روز: پاکستان یو ځل بیا پر کونړ راکټي بریدون کړي، چې پایله کې یې یوه ماشومه ټپي شوې ده.

کونړ کې یوې ځایي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط نن (دوشنبه، ۲۶ دثور) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې پرون سهار وختي پاکستاني ځواکونو د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اړوند «شامسېر او شنګر» سیمو  راکیټي بریدونه کړي، چې پر مهال یې یوه شپږ کلنه جلۍ ټپي شوې ده.

سرچینه همداراز وایي، بریدونه په وقفه يي توګه شوي، چې تر اوسه د راکټ ۴۱ مرمۍ را ویشتل شوي، چې خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.

خو په ورته مهال کونړ کې طالب چارواکي بیا د پاکستاني نظامیانو له لوري د دې ولایت په ناړۍ ولسوالۍ ترسره شوي بریدونه ردوي.

له دې څه موده وړاندې هم د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ د پاکستاني نظامیانو له لورې توغندیز بریدون شوي وو، چې ځایې خلک یې له ګڼو ستونزو او کورونو پریښودو ته اړ کړي وو.