طالبانو د هلمند په ۶ ولسوالیو کې د کوکنارو کرل شوې کروندې اړولي

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سيمه ییز مسوولین خبر ورکوي چې ددغه ولایت په ۶ ولسوالیو کې یې سلګونه جریبه ځمکه د تازه کرل شویو کوکنارو پاکه کړې ده.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ راشد وایي، چې دوی په تېرو پنځو ورځو کې د هلمند په موسی کلا، نوزاد، واشېر، باباجي، نادعلي او مارجې ولسوالیو کې د کروندګرو تازه کرل شوي کوکنار اړولي دي.

راشد وویل، طالبان دغه کار د خپل مشر ملا هبت الله د فرمان د ښه تطبیق په موخه چې د مخدره توکو د کښت، پیر او پلور د منعې په اړه یې ورکړی کوي.

دی همداراز زیاتوي چي په لښکرګاه ښار او ولسوالیو کي يې د نشه يي توکو د پېر او پلور مخه نیولې او په همدې تړاو يې ګڼ شمېر کسان هم نیولي او شرعي محکمو ته يې سپارلي دي.

خلک بیا پر طالبانو نیوکه کوي چې د کوکنارو د بدیل پیداکیدو وړاندي یې په افغانستان کې کوکنار بند کړل.