انځور: باختر خبري اژانس

کونړ کې یوه ۱۴ کلنه جلۍ د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شوه

اطلاعات روز: د کونړ طالب چارواکي په دغه ولایت کې د انسان تښتوونکو له منګولو دیوې ۱۴ کلنۍ جلۍ د خوشې کیدو خبر ورکوي.

د کونړ لپاره د طالبانو والي محمد قاسم خالد نن (سې شنبه، ۲۷ د ثور) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د دوی استخباراتو ریاست ځواکونو تیره ورځ په دغه ولایت کې د عملیاتو پرمهال یوه ۱۴ کلنه جلۍ چې اتلس مياشتې وړاندې له کوره اختطاف شوې وه، د انسان تښتوونکو له منګولو وژغوله.

نوموړی وایي، د یادې جلۍ د اختطاف په تور دوه کسان نیول شوي چې اوسمهال ترې څیړنې روانې دي.

د ژغورل شوې جلۍ پلار عبدالقادر بیا وایي، لور يې اتلس مياشتې وړاندې تښتول شوې وه، خو له ډېر هڅو او کوښښونو وروسته يې هم په موندلو ونه توانيده.

نوموړي پدې برخه کې د کونړ د امنيتي ځواکونو هڅې د قدر وړ وبللې او خوښي يې څرګنده کړه، چې اوس يې لور  وژغورل شوه. 

کونړ کې دا جلۍ داسې مهال له اوږده ځنډ وروسته خوشې کیږي، چې تر دې وړاندې په بلخ ولایت کې هم یو ماشوم له کلونو وروسته د انسان تښتوونکو له منګولو امنیتي ځواکونو ازاد کړى و.