اطلاعات روز: د هېواد په کچه د ساختماني او لوجستیکی شرکتونو مسوولينو کندهار ولايت کې د يوې راټولېدنې پر مهال د طالبانو له واکمن حکومت څخه د خپلو بندو پیسو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
د افغانستان په سطحه د ساختماني او لوجستیکي شرکتونو د اتحاديې مشر حاجي احمد فريد تاتر وايي، اوس وخت د ساختماني شرکتونو شاوخوا ۶۰ مليارده افغانۍ بوديجه د طالبانو له حکومت سره بنده ده او نه يې ورکوي.
حاجي تاتر وايي، له کله نه چې د طالبانو حکومت راغلی د زیات شمېر ساختماني او لوجستیکي شرکتونو چارې په ټپه درېدلي او ورسره لسګونه زره کارکوونکي بېکاره شوي دي.
د ده په وینا پخوا په افغانستان کې دوه زره ساختماني او لوجستیکی شرکتونو فعاليت کوه خو اوس دغه شمېر کابو څو چنده راټيټ شوی.
دی وايي، کومي پيسي چې د طالبانو حکومت دوی ته نه ورکوي دا پيسې يوازي د دوی ندي بلکې د افغانستان د ميلونونو وګړو دي.
هغه زياتوي چې د دغو پيسو د بندښت له امله د زیاتره پروژو چارې پر ټپه ولاړې دي ځکه اوس وخت ياد شرکتونه له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
په ورته وخت کې د کندهار ولايت د ساختماني شرکتونو د اتحاديې مشر حاجي فدا محمد ماکو وويل، هغه ټولې پروژې چې يې د پخواني حکومت پر مهال عملي کړې وې اوس يې پيسې بندې پاتې دي.
حاجي ماکو وايي، اوس وخت د ډېرو کسانو پيسې پر ساختماني شرکتونو پاتې دي او دوی هغه مهال د خلکو پيسې ورکولای شي چې د طالبانو حکومت ساختماني شرکتونو ته بندې پيسې ورکړي.
هغه زیاتوي: «دا پيسې يوازي د شرکتو والا نه دي بايد را ايله شي، موږ له مياشتو راهيسي خپلو کارکوونکو ته معاشات ندي ورکړي، دولت بايد ژر تر ژره زموږ شرکتونو ولا غم وخوري.»
د ساختماني او لوجستیکي شرکتونو ټولو مسوولينو د طالبانو پر واکمن حکومت غږ وکړ تر څو ټولې ستونزې ورته حل کړي.
له دې ټولو سره يو وخت په کندهار ولایت کې د طالبانو والي حاجي محمد یوسف وفا وايي، د دغو ټولو پانګوالو ټولې ستونزې يې اورېدلي او ډېر ژر به له مسوولينو سره يادې ستونزې شريکې کړي تر څو د حل لاره ورته پیدا کړي.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې له يادو کسانو مننه کړې چې په داخل د افغانستان کې یې پانګونه کړې او زرګونه کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د ګڼ شمېر ساختماني او لوجستیکي شرکتونو مسوولينو د خپلو بند پيسو د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه خو تر اوسه یې په خبرو چا غوږ ندی ښورولی.