یونیسف د ارزګان له ښوونځیو سره په مختلفو برخو کې مرستې وکړې

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف په ارزګان ولايت کې د ښوونیز بهیر د پیاوړتیا په موخه د یو شمیر ښوونځیو سره د درسي موادو، روغتیا او نورو برخو کې مرستې وکړې.

په ارزګان ولایت کې د يونيسف ولايتي مسوول ډاکټر فواد وايي، کومې مرستې چې د دوی ادارې د ښوونځيو زده کوونکو لپاره چمتو کړي، د قرطاسيي ترڅنګ ۴۰ د پاکو اوبو رسولو شبکې، لاس مينځلو صابونونه، المارۍ، د ټيټي دورې زده کوونکو لپاره درسي مواد، ۱۸۰۰ بوتله ميکروب ضد مايع او په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې ۴۲ ښوونځيو او مدرسو ته ۸۴ داني د اوبو ذخيره کولو ټانکي هم ورکړي دي.

نوموړي وايي دوی به په راتلونکي کې هم ښوونځیو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په ورته مهال دارزګان لپاره د طالبانو والي حاجي دعوت ددغو مرستو په ترلاسه کولو سره خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه چې د يادو مرستو په ترلاسه کولو سره به په ارزګان کې ښوونيز بهير پرمختګ وکړي.

هغه وايي، په تيرو وختونو کې هم له دوی سره د يونيسف لخوا په بیلابیلو برخو کې مرستې شوي دي.

نوموړي زیاتوي:«موږ د يونيسف اداري څخه ډيره مننه کوو چې په ارزګان کې د ښوونځیو سره مرستې کوي دغه مرستې به زموږ په ښوونیز بهير کې ښه والی راولي.»

په ورته مهال د ښوونځيو زده کوونکي هم له دغه ډول مرستو څخه د هرکلي ترڅنګ زياتوي چې دوی د اوبو، تدريسي موادو د نشت له ستونزې سره لاس او ګريوان وو، خو د يادو مرستو په ترسره کيدو سره به يې شته ستونزې حل شي.

په دې اړه محمد نسيم په نوم یوه زده کوونکي اطلاعات روز ته داسې وویل:«موږ د يونيسف ادارې څخه مننه کوو، موږ ډيرې ستونزې لرو کتابونه نه لرو د ناستي لپاره فرشونه نه لرو اوبه مو نه درلودې هيله کوو چې په راتلونکي کې هم زموږ سره دغه ډول مرستې ترسره شي.»

د یادونې وړ ده چې تردي مخکې هم د يونيسف ادارې لخوا د افغانستان په بیلابیلو ولايتونو کې د ښوونکو معاشونو د ورکړې ترڅنګ ښوونځیو سره په مختلفو برخو کې مرستې کړي.