د « قلم لار» ټولنې کندهار کې ګرځنده ښوونځی او کتابتون فعال کړی

کندهار ولایت کې د « قلم لار» ټولنې داسې مهال ګرځنده ښوونځی او کتابتون جوړ کړی چې افغانستان کې لا هم د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي او طالبانو تر اوسه تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نده ورکړې.

د « قلم لار» ټولنې د افغانانو په مالي ملاتړ په زرنج موټرسایکل کې داسې یو ګرځنده کتابتون او ښوونځی جوړ کړی چې غواړي له دې لارې د لېرې پرتو سیمو زده کوونکي زده کړو ته وهڅوي.

دغه ښوونیز بنسټ د کندهار له یوې لېرې پرتې سیمې زده‌کوونکو ته په زده کړو ورکولو پېل کړی او وایي، چې له دې لارې به زده کوونکي هره ورځ یو نوي څه زده کړي.

د قلم لار ټولنې دغه عمل ته افغانان د یوه نوښت په سترګه ګوري

افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دی چې د ماشومانو زده کړو ته پکې ډېره کمه توجو شوې، په دغه هېواد کې تر ډېره هغه ماشومان زده کړو ته لاس رسی نه لري چې په لېرې پرتو سیمو کې ژوند کوي.

خو اوس د ماشومانو او ښوونځي تر منځ دا هر ډول واټن مخ په ختمېدو دی او دغه افغان ماشومانو ته د يوه روښانه راتلونکي له پاره هيلې ورکول کېږي.

په افغانستان کې د قلم لار (pen path) ټولنې مشر مطیع الله ويسا‌ اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، دا ډول ښوونځی او کتابتون يې ځکه رامنځته کړ ترڅو د ټول هېواد په لېرې پرتو ولسواليو کې نجونې او هلکان زده کړو ته لاس رسی ولري.

ويسا وايي، د دې زرنج موټرسايکل په مرسته به دوی وکولای شي چې له لومړي څخه بيا تر نهم ټولګي پوري ټولو هغه ماشومانو ته د زده کړې زمينه برابره کړي چې په خپلو ولسواليو او کليو کې له درس ويلو څخه بې برخې شوې وي.

دی زياتوي، دغه ګرځنده ښوونځی او کتابتون به په کلي او ولسواليو کې د خلکو پر ژوند ډېره مثبته اغيزه وکړي ځکه په خبره يې چې د سهار له خوا به دغه ښوونځی ماشومانو ته تدريس کوي او د مازدیګر له خوا به د کلي ځوانانو او سپين ږېريو ته عامه پوهاوی ورکوي څو خپل ورځنۍ چارې په ښه ډول پرمخ يوسي.

د‌ قلم لار ټولنې مشر وایي، دوی ځکه له زرنج موټرسايکل څخه د ښوونځي او کتابونو له پاره ګټه اخلي چې مصرف يې کم دی او په آسانۍ سره تر ډېرو سيمو تللای شي.

دغه ګرځنده ښوونځی او کتابتون به زرنج موټر سایکل کې جوړ شوی

هغه په خپلو خبرو کې يادونه وکړه چې د اوس له پاره يې يواځې په کندهار کې دا ګام پورته کړی‌ او په راتلونکي کې پلان لري چې د افغانستان په هر کلي کې ماشومان د دغه ښوونځي او کتابتون له ګټې برخمن شي‌.

هغه زیاتوي:«اوس موږ نه شو کولای چې په هر کلي کې يو يو ښوونځی او کتابتون جوړ کړو مګر له همدا يوه زرنج څخه موږ کولای شو چې په ډېر کم مصرف سره هم ښوونځی جوړ کړو او هم کتابتون، دغه زرنج په ېوې خوا کې يو غټ ټلويزيون لري چې په انلاين او افلاین ډول به ماشومانو ته تدريس ورکوي او په دا بلې خوا کې کتابتون لري چې هر ډول کتابونه پکې شتون لري.»

ويسا وايي، دا يې يو له تر ټولو لويو ارمانونو څخه دی چې د افغانستان هر ماشوم ښوونځی او کتابتون ته لاس رسی ولري تر څو په ډېرې آسانۍ سره وکولای شي خپل مطالعه وکړي او د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.

د هغه په وينا، چې اوس وخت د افغان ماشومانو د ښه تدريس له پاره په انلاين او افلاين شکل ورسره ۲۴۰۰ ښځېنه او نارينه ښوونکي په رضاکارانه ډول کار کوي او د هغوئ ټول مالي امکانات دوی په خپلو پيسو برابروي.

د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا وایي، دا یې تر ټولو لوی ارمان دی چې افغان ماشومان زده کړو ته لاس رسی پیدا کړي

د افغانستان په ډېر شمېر ولسوالیو کې داسې هلکان او انجونې هم اوسېږي چې د تېرو شلو کلونو په موده کې يې ښوونځیو ته تګ يو له تر ټولو لوی ارمانونه څخه و، د ځینو دا آرمان پوره شو خو ځینې يې بيا تر اوسه پورې د پوره کېدو په تمه ناست دي.

همدارنګه د طالبانو د حکومت په راتګ سره تر شپږم ټولګۍ پورته هغه ټولې نجونې چې پخوا به خپلو ژده کړو ته تللې اوس پر کور ناستې دي.

آرزو د یوولسم ټولګي يوه له هغو نجونو څخه ده چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره اوس پر کور ناسته ده او نه شي کولای چې خپلو درسونو ته ادامه ورکړي.

دغه زده کوونکې وايي، له اتو مېاشتو را وروسته یې مکتب ته تګ اوس په يو خوب بدل شوی.

آرزو د قلم لار ټولنې دغه اقدام ډېر مثبت او پر ځای يادوي او په خپلو خبروکې د‌ طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې ټولو نجونو ته اجازه ورکړي څو د دې په شمول ټولې نجونې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

دې د «قلم لار» ټولنې له مسوولينو څخه وغوښتل چې په راتلونکي اقداماتو کې له شپږو ټولګي پورته ټولو انجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې تر څو دوی هم خپلو هيلو ته ورسېږي.

آرزو وايي: «موږ د طالبانو څخه غوښتنه کو چې نجونو ته د درس ويلو اجازه وکړي، ډېرې ورځې تېرې شوې خو زموږ سرنوشت لا ندی معلوم، مطیع الله ويسا‌ او د‌قلم لار ټولنې نور مسوولین دې موږ ته هم د درس ويلو زمينه برابره کړي موږ تر څه وخته بې سرنوشته کښېنو.»

په ورته وخت کې د نظر خاوندان هم د دې کار ستاينه کوي او دا د افغانستان د ابادۍ له پاره یې يو مثبت ګام يادوي.

دغه کسان وايې په دې کار سره به ډېرو ماشومانو ته د زده کړو او ډېرو لويانو ته د عامه پوهاوي زمينه برابره شي.

فضل احمد محسن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، کوم نوی ابتکار چې د «قلم لار» ټولنې له طريقه اوس د عملي کېدو په حال کې دی بايد ډېر وستاېل شي تر څو نور کسان هم تشويق شي.

هغه وايې، په دې اقدام سره به ډېر کسان وکولای شي چې کتابونو او زده کړو ته لاس رسی پيدا کړي.

د هغه په خبړه، چې د طالبانو حکومت او نړيوال سازمانونه بايد دا ډول سيار ښوونځي حمايت کړي تر څو د‌ يادو ښوونځيو او کتابونو شتون دوامداره شي.

محسن زياتوي، چې دا ډول کتابونه به وکولای شي چې ماشومانو او ځوانانو ته د مطالعې په اړه نوی ذهنیت او نوي هيلي ور وبخښي.

دهغه په وینا، دا لړۍ بايد د افغانستان په ټولو ولايتونو کې سراسري عملي شي ځکه په خبره یې اوس وخت ډیر افغان ماشومانو او ځوانانو له زده کړو کولو محرومه دي.

د چارو کارپوهان وایي، افغانستان کې باید داسې کړنې وستایل شی او ملاتړ یې وشي

د ده په حواله: «موږ ډېر خوښ يو چې دغه ډول مثبت خبرونه اورو، دا بنسټ بايد نور هم تشویق شي چي تر دې لا ښه کار وکړي، د دولت څخه غوښتنه کو چې په ټول افغانستان کې تړلي ښوونځي بيرته خلاص کړي څو نجونې او هلکان ټول خپلو درسونو ته ادامه ورکړي.»

د افغانستان په لېرو پرتو سيمو کې ډېر داسي ماشومان ژوند کوي چې د بېلابېلو دلايلو له امله ښوونځيو او کتابونو ته لاس رسی نه لري.

ددغو ماشومانو شمېر اوس تر پخوا څو برابره زيات شوی خو د دې سيار ښوونځي او کتابتون يوه ځانګړتيا دا ده چې معلوليت لرونکي ماشومان به هم په ډیرې آسانۍ سره تري استفاده وکړي.

په همدې حال کې د کندهار معارف رياست طالب وياند احمد الله صميم اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د طالبانو حکومت هم د ماشومانو ظرفيت لوړولو ته ژمن دی او د دغه ډول پروګرامونه پر عملي کېدو خوښي څرګندوي.

دی وايې، اوس وخت د کندهار د معارف رياست، مدنې ټولنې، موسېسات ټول په ګډه کار کوي څو په هېواد کې ټولو ماشومانو او ځوانانو ته د زده کړو زمينه برابره کړي.

صمیم وويل، د کندهار معارف رياست په خپلو ټولو ښوونځيو کې کتابونه لري تر څو زده کوونکي وکولای چې د خپلو اړوندو مضامینو ترڅنګ ازاده مطالعه هم وکړي.

د‌هغه په خبره: «د‌ کندهار معارف رياست د دغه ډول مدني ټولنو لاس ته راوړنې ستايي او د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي، موږ کوښښ کو چې د دې ډول فعاليتونو لاس نيوی وکړو او ورسره همکار پاتې شو، دغه ډول کړنې د ټولنې پر مختلفو طبقو خپل مثبته اغيزه کوي.»

د يادونې وړ ده چې د قلم لار( Pen Path ) ټولنه له ډېر وخت راهيسي د نجونو د زده کړو له پاره کار کوي او د افغانستان په مختلفو سیمو کې یې ماشومان زده کړو ته هڅولي دي.