پکتیکا کې ۱۱۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

اطلاعات روز: د نړیوال غذايي پروګرام له لارې په پکتیکا ولایت کې له څه باندې ۱۱۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

پکتیکا ولایت کې طالب مسوولین وایي، ددې ولایت په شپږو ولسوالیو کې د کلیو بیا رغونې ریاست تر چتر لاندې د نړیوال غذايي پروګرام له لارې بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

د دوی په وینا، د مرستو هره یوه بسته کې اوړه، غوړي، بوره، د ماشومانو روغتیايي مواد او ځینې نور توکي شامل و چې د پکتیکا ولایت په سروبي، ډیله، اومنه، چهار بران، ګیان او زیړوک ولسوالیو کې له جګړو ځپلو او نورو اړمنو خلکو باندې ووېشل شول.

د نړیوال غذايي پروګرام له لارې دا مرستې په داسې مهال وېشل کیږي، چې په دې وروستیو کې د سویل ختیځ زون په ځینو ولایتونو کې د کېدونکې مرستې په نا انډوله ویش نیوکې زیاتې شوي دي.