کندهار کې پر یوه کوچي د هاوان زړه مرمۍ چاودلې

اطلاعات روز: کندهار ولايت کې ځايي مسوولین وایي، ددې ولایت خاکریز ولسوالۍ کې پر یوه کوچي د رمې څرولو پر وخت د هاوان زړه مرمۍ چاودلې او ژوبل کړی یې دی.

د کندهار خاکریز ولسوالۍ کې د طالبانو امنیه قومندان ملا شرافت وايي، پیښه تېره ورځ (شنبه، ۳۱ د ثور) د خاکریز ولسوالۍ په «سرې ګاو» سیمه کې رامنځته شوې ده.

ملا شرافت زیاتوي، دغه کوچي له ارزګان ولايت څخه د خاکریز ولسوالۍ «سرې ګاو» سيمې څړ ځای ته  پسونه راوستي وو، چې د هاوان زړه مرمۍ پرې چاودلې او ژوبل کړی یې دی.

د خاکریز د قوماندان په خبره، د ياد کوچي د کورنۍ او نوم په اړه دقیق معلومات نه لري.

د هغه په وینا د ژوبل شوي کس روغتيايي وضعيت د اندیښنې وړ نه دی او د ښې تداوۍ په موخه د کندهار ولايت ميرويس حوزوي روغتون ته انتقال شوی.

د ملا شرافت په حواله: «پیښه کې یواځې کوچی سربېرن زخمي شوی نور يې لاسونه او پښې ټول روغ دي، د ښې تداوۍ په موخه مو د کندهار ميرويس حوزوي روغتون ته لېږدولی دی.»

په ورته وخت کې د کندهار ولايت د ميرويس حوزوي روغتون مسوولين هم دا خبر تاییدوي او وايي، چې د خاکریز ولسوالۍ څخه يو تن په ټپي حالت کې ور وړل شوی دی.

د يادونې وړ ده چې تر دې يوه ورځ وړاندې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې هم د هاوان يوې ناچاودې مرمۍ یو بزګر ټپي کړی و.