عباس ستانکزی: د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل د حل لاره نه ده

د طالبانو سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په غیر مستقیم ډول ویلي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل د حل لاره نده.

ستانکزي دغه څرګندونې نن (یکشنبه، ۱ د جوزا) د طالبانو د دوهم مشر ملا اخترمحمد منصور د شپږم تلین په مراسمو کې کړي دي.

نوموړي وویل، افغانستان کې ډیرو نورو برخو ترڅنګ ښځو ته هغه حقونه هم ندي ورکړل شوي چې اسلام یې ورکوي ښځې د ټولنې برخه ده او له افغان ښځو د تعلیم حق اخیستل شوی دوی ته باید دغه حق ورکړل شي.

هغه زیاتوي:« په کلیو کې د ښځو شرعي حقوته چا ندي ورکړي، تر اوسه پیغله یا کونډه خپل اختیار نه لري چې میړه وکړي، افغانستان کې تعلیم شته خو میرمنو ته چا دغه حق نه دی ورکړی. دا ښځې به اسلام او شریعت چیرې زده کوي خو، په مدرسه او مکتب کې به یې زده کوي کنه. دا د حکومت وظیفه ده چې په یوځای کې فساد وي مخنیوی یې وکړي. ښځو ته باید هغه حقونه ورکړل شي چې زموږ خدای، رسول او زموږ افغاني دود او دستور ورکړي».

هغه دا هم ویلي، چې ښځې د هیواد نیمایي نفوس تشکیلوي او له ښوونځیو د دوی راګرځول د هیواد د نیمایي نفوس حق خوړل دي.

ده په خپله وینا کې پر طالبانو غږ کړی چې باید خپلې تګلارې د ولس غوښتنو ته په کتو جوړې کړي، که نه نو، د حکومت موده به یې ډیره لنډه وي.

یاده دې وي چې واک ته د طالبانو رسیدو سره سم د شپږم ټولګي پورته ښوونځي دنجونو پرمخ وتړل شول او طالبان وایي، تر هغې چې مناسب شرایط نه وي برابر شوي د نجونو پرمخ به ښوونځي تړلي وي.