انځور: ارشیف

په بدخشان کې ترافيکي پېښه؛ د يوې ښځې په ګډون څلور تنه مړه شوي

په بدخشان ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله د يوې ښځې په ګډون څلور تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه پېښه تېره ورځ (شنبه، ۳۱ د ثور) ماسپښین مهال د بدخشان خواهان ولسوالۍ په «کجګه حوض شاه» سيمه کې رامنځته شوې ده.

د باختر دولتي خبري آژانس د خبر له مخې په دې پيښه کې يو تن ټپي شوى هم دى.

د پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.

په دې وروستيو کې په هېواد کې ترافيکي پېښې زياتې شوې دي.

تېره ورځ سهار مهال د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د يوې ترافيکي پيښې له امله درې تنه مړه شوي وو.

د سړکونو خرابوالی، زیات سرعت او د موټر چلوونکو لخوا د ترافیکي اصولو نه مراعتول هغه لاملونه دي چې ډیری وخت په هیواد کې د ترافیکي پیښو لامل ګرځي.