د افغانستان په سويلي حوزه کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پېل شو

اطلاعات روز: د افغانستان نورو حوزو ترڅنګ په سویلي حوزه کې هم بغیر د هلمند ولایت څخه نن د ګوزن ضد واکسین کمپاین پېل شو.

د سويلي حوزې د ګوزڼ ضد یا پولیو واکسین د برخې مسوولينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه کمپاین نن (دوشنبه، ۲ د غبرګولي) په لوی کندهار کې پېل شو او درې ورځې به دوام وکړي.

 دوی زیاتوي د تېر کمپاين پر مهال ورڅخه شاوخوا ۵۶ سلنه ماشومان بې واکسینه پاتې شوي او ۴۴ سلنه يې په مسجدونو کې د خپلو کمپاينونو له طريقه واکسین کړي دي.

د دغه مسوولینو په خبره د دې کمپاين پر مهال به په سويلي حوزه کې ۲۷ لکه هغه ماشومان واکسين شي چې عمرونه يې تر پنځو کالونو کم وي او هڅه کوي چې تر ټاکلې موخې ورسیږي.

په دغه کمپاین کې به ټول د پنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي

دوی وایي، ډېر کورنۍ زړه نه ښه کوي چې خپل ماشومان د واکسین له پاره مسجدونو ته بوځي، ځکه په خبره يې چې د کورنيو نارينه يې په کارونو بوخت وي او د کور ښځينه يې د وتلو اجازه نه لري.

بلې خوا د لېرې پرتو ولسواليو اوسېدونکي بيا وايي، باور یې دادی که خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين وکړي نو بيا ماشومان بې شرمه کېږي.

د شاوليکوټ ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی سمیع الله وايي، که څه هم د ګوزڼ واکسین د دوی تر کورونو پورې ور رسیږي خو بيا هم د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو ماشومانو ته واکسين نه کوي، ځکه دوی ګومان کوي چې بيا يې ماشومان بې شرمه کېږي.

دغه کس وايي، واکسین ډېري ګټي لري خو خلک زړه نه ورته ښه کوي چې تطبيق يې کړي.

د يادونې وړ ده چې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاين پر مهال د هېواد په ډېرو ولايتونو کې په زيات شمېر ماشومان واکسين کېږي خو هر کله دغه پروسه له خنډونو او ستونزو سره مخ وي. پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ که څه هم په افغانستان کې مخ په ختمېدو دی؛ خو په تېرو څو میاشتو کې د ګوزڼ د څو پېښو ثبتېدل د دې سبب شو، چې د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف په افغانستان کې د دغه واکسین د تطبیق نوی پړاو پيل کړي.