اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين وايي هغه کس يې نيولی چې خپل ماما يې يوې څا ته اچولی او وژلی دی.
په ارزګان کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رییس ملامحمد اصف اطلاعات روز ته وويل، پیښه تېره ورځ (یکشنبه، ۱ د غبرګولي) په دهراوود ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
په وژنه تورن کس اکبرجان نومیږي او خپل ماما عبدالقهار يې وژلی دی.
نموړی کس د طالبانو لخوا نيول شوی او دامهال ترې څيړني روانې دي.
تراوسه د یادې وژنې انګیزه نه ده معلومه شوې.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسيدو وروسته دغه ډول پيښې زياتې شوي او ملکي کسان د شخصي دښمنۍ او نورو ټولنیزو ستونزو له امله یو بل سره وژني.