اطلاعات روز: هلمند کې طالب چارواکي وایي، ددغه ولایت په باباجي ولسوالۍکې د ترافیکي پیښې له امله یو ۱۲ کلن هلک خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ راشد هلمندی وایي، دغه پیښه تېره ورځ (دوشنبه، ۲ د غبرګولي) د باباجي ولسوالۍ د «اب پاشک» په سیمه کې د بغرا د غاړې پر سړک رامنځته شوې ده.
د هلمندي په وینا په دغه پیښه کې یو دولس کلن هلک د موټرسایکل سره ټکر کړی دی.
د نوموړي په خبره چې موترسایکل چلونکي د طالبانو لخوا نیول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو رسیدو وروسته په افغانستان کې د ترافیکي پیښو ګراف لوړ شوی دی.