نورستان کې د زده کوونکو لپاره زر کسیزه لیلیه او دوه دارالیتامونه جوړیږي

اطلاعات روز: نورستان کې طالب چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د زده کوونکو لپاره زر کسیزه لیلیه او دوه دارالیتامونه جوړیږي.

د نورستان لپاره د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون نن (سې شنبه، ۳ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د پوهنې وزارت پلان لري چې د دغه ولایت په مرکز پارون کې دزده‌کوونکو لپاره زر کسیزه لیلیه جوړه کړي.

نوموړی زیاتوي د دې تر څنګ په ختیځ او لوېدیځ نورستان کې د یتیمانو دوه روزنیز مرکزونه هم د جوړیدو په حال کې دي، چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د نورستان اوسیدونکي شکایت کوي او وایي، د تیر حکومت پرمهال د دغه ولایت د پوهنې لپاره څه ډول چې لازمه وه، خدمت نه دی شوی خو اوس د طالبانو له حکومت غواړي چې د زده کړو په برخه کې د نورستان د زده کوونکو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.