ننګرهار کې د کوټې چت پریوتو له امله دوه کم عمره نجونې مړې شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې پر یوې کورنۍ د کوټې چت پریوتو له امله دوه کم عمره نجونې مړې شوې دي.

د ننګرهار د پچیر اګام ولسوالۍ یو اوسیدونکي امرالله ظاهر نن(سې شنبه، ۳ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره ورځ د سختو طوفانونو له امله د پچیراګام ولسوالۍ د لاندې پچیر په «لولو خیلو» قریه کې د عبدالقیوم په نامه د یوه کلیوال کس د کوټې چت را پریوتی چې له امله یې د نوموړي دوه کوچنۍ لورګانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه وایي، یاده کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزه سره مخ ده او له حکومت او نورو خیریه بنسټونو غواړي چې ورسره وکړي.

ظاهر زیاتوي:«تیره ورځ د پچیراګام ولسوالۍ په لاندې پچیر په لولو قریه د عبدالقیوم په نامه د یو کس د کورنۍ پر غړو د کوټې چت لویدلی چې له امله یې د نوموړي دوه وړې لورګانې مړې شوي.»

له دې نیږدې دوه اوونۍ وړاندې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې هم پر یوې کورنۍ د کوټې چت رالویدلی و، چې له امله یې د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه او ژوبل کړي وو.

ننګرهار کې ډير کله دا ډول پېښې د کورونو د زوړوالي له امله رامنځته کیږي چې قربانیان یې بیوزله کورنۍ وي.