جلال اباد ښار کې یو کس خپل ورور وژلی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې ددې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې یو کس خپل ورور په چړې وهلی او وژلی یې دی.

د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې یو اوسیدونکي عبدالحق نن (چهارشنبه، ۴ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره شپه د اتمې ناحیې د دامان سیمې اړوند «ټغر کلي» کې یو کس خپل ځوان ورور په چاقو وهلی او وروسته یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

نوموړی وایي، یاده پېښه د کورنۍ تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې ده.

عبدالحق د وژل شوي کس نوم څرګند نه کړ او نه یې وویل چې په قتل تورن کس چیرته دی.

د ننګرهار سیمه‌ییر طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې کورنی تاوتریخوالی او د زیاتره ځوانانو بې روزګاري ښودل شوې ده.