د بشري حقونو د څار په نړیوال سازمان کې د ښځو د حقونو مرستیالې هیدر بار، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اندیښنو په ځواب کې ویلي: «وخت یې رارسیدلی چې ډیر فعال او عملي ګام پورته شي، چې له دې جملې څخه یو ځل بیا پر [طالب چارواکو] د سفر بندیز ولګول شي.»
میرمن بار تېره شپه (سه شنبه، ۳ د غبرګولي) په یوه ټویټ کې د افغانستان به اړه د امنیت شورا د اعلامیې هر کلی کړی او ویلې یې دي: «د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا بیړنۍ اعلامیه په داسې حال کې ښه خبر دی چې افغانستان د پام غورځولو له ګواښ سره مخ دی.»
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د نقض او د ښځو او نجونو د بنسټیزو آزادیو په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.
دوی له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره له هغو سیاستونو او اقداماتو لاس واخلي چې د ښځو او نجونو بشري حقونه او بنسټیزې ازادۍ محدودوي.
د امنیت شورا غړو د ښځو د پوره، مساوي او معنا دار ګډون پر اړتیا ټینګار کړی او ویلې یې دي، دغه بندیزونه د نړیوالې ټولنې او د افغانستان له خلکو سره د طالبانو د ژمنو خلاف عمل دی.