ننګرهار: په ترافیکي پیښه کې یوه جلۍ مړه شوې او شپږ تنه نور ژوبل شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وايي، چې په دې ولایت کې د یوې ترافيکي پېښې له امله د یوې کورنۍ یوه نجلۍ مړه شوې او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ یوه اوسیدونکي احمد الله نن (چهارشنبه،۴ د غبرګولي» اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره ورځ ناوخته د حصارک ولسوالۍ په «د ناور سپینې کلا» سیمه کې د یو موټر د چپه کیدو له امله دغه پیښه رامنځته شوې ده.

په دغه پېښه کې یوه نجلۍ مړه شوې او د یوې میرمنې په ګډون شپږ نور ماشومان ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاتوي د یادې ترافیکي پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي، چې د خپلوانو واده ته روان وو.

ننګرهار کې ډیر کله دا ډول ترافیکي پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، د سړکونو د خرابوالي او د ترافیکي اصولو دنه مراعات کولو له امله رامنځته کیږي.