طالبانو پکتیا کې د ګڼو وسلو د نیول کیدو خبر ورکړی

اطلاعات روز: پکتیا کې طالب چارواکي وایي، په دغه ولایت کې یې د کشفي راپورونو پر اساس لسګونه میله سپکې او درنې وسلې نیولې دي.

د پکتیا ولایت د طالبانو د استخباراتو له ریاست څخه تېره ورځ (سې شنبه،۳ د غبرګولي) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د مرکز ګردېز اړوند «حبیب کلا» سیمه کې د کشفي راپورونو پر مهال لسګونه میله سپکې او درنې وسلې نیولې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په نیول شوې وسلو کې د راکېټ ګڼې مرمۍ، پیکه، کلاشینکوفونه، مخابرې، د دهشکې او پیکه لسګونه پایره مرمۍ هم شاملې دي.

خبرپاڼه د دغو وسلو په تړاو د یوه تن د نیول کېدو خبر هم ورکوي او ویل شوي، چې نیول شوي کس په لومړینو څېړنو کې په خپل جرم اعتراف کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د ځانګړو عملیاتو پر مهال د طالبانو امنیتي مسوولینو د ځینو سپکو او درنو وسلو د نیولو خبر ورکړی و.