د سمنګانو ولايت په دره صوف ولسوالۍ کې ځايي سرچينې وايي، چې د ډبرو سکرو دوه کارګران ګازو نیولي او مړه شوي دي.
دغه کارګران تېره شپه (سه شنبې، ۳ غبرګولي) په کان کې دننه په بنده هوا کې د کار پرمهال د زهرجن ګاز له تنفس کولو وروسته مسموم شوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د ډبرو سکرو یو سوداګر جمشید نوري دغه کارګران د سید اسماعیل روښان او سید یحیی هاشمي په نومونو یاد کړل.
د سمنګان ولایت سیمه ییزو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې وړاندې هم د کانونو کارګران د ګاز نیونې او د کان چپه کیدو له امله قرباني شوي دي. د کانونو غیر معیاري استخراج د دغو پیښو یو له سترو لاملونو څخه ګڼل کیږي.