اطلاعات روز: کندهار کې ځايي مسوولين وايي، چې د دې ولايت په عينو مينې ښارګوټي کې د يوې ترافيکي پېښې پر مهال دوه کسان مړه او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
کندهار کې د طالبانو د ترافيکو مدير ملا نصرالدین اخند اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه ترافیکي پیښه تېره ورځ (چهارشنبه، ۴ د غبرګولي) مازدیګر د عینو مینې ښارګوټي کې رامنځته شوې ده.
د کندهار د ترافيکو مدير زياتوي چې پیښه کې یوه سړي او یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو سړی او درې ماشومان ټپيان شوي دي.
ده وويل، ياده ترافيکي پېښه د کندهار ښار د عینو مېنې ښارګوټي په اوله فواره کې هغه وخت رامنځته شوې چې د ډریور د زیات سرعت له امله موټر له کنتروله وتلی او چپه شوی دی.
په همدې حال کې د کندهار ميرويس حوزوي روغتون مسوولين هم دا خبر تاییدوي او زیاتوي د دې پېښي درې ټپيان او يو مړی ميرويس روغتون ته ور وړل شوي او يو مړی او يو ټپي د عینو مېنې روغتون ته انتقال شوي.
همدارنګه د میرویس حوزوي روغتون مسوولین وایي، چې د ور وړل شويو زخميانو روغتيايي حالت نازک دی خو د ژوند ژغورلو له پاره يې هڅه کوي.