ننګرهار کې د اوبو يوه شبکه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

ننګرهار کې طالب چارواکي وايي، د دې ولایت سپین غر ولسوالۍ کې یې د ۳۴۰ زره افغانیو په مالي لګښت د اوبو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارله.

په دې ولایت کې د طالبانو د رسنیو له دفتر څخه نن (پنج شنبه، ۵ د غبرګولي) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ننګرهار ولايت سپين غر ولسوالۍ اړوند « شډل بازار» کې د ښاروالۍ په مالي لګښت د اوبو دغه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

خبر پاڼه کې راغلي، چې له دې شبکې څخه به څلور زره کسان ګټه پورته کوي.

د یو بل خبر له مخې د سپین غر ولسوالۍ اړوند «اسدخیلو» قریه کې دطبیعي ذخیري (چینې) څخه د څښاک اوبو لپاره دسویډن کمیټې لخوا د « آبادۍ پروژي » لخوا د پیپ سکیم سیستم کار پیل شو.

په یاده پروژه شپږ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې چارې به یې په راتلوونکو څو میاشتو کې بشپړې شي.

ځایي خلک هم د یادو پروژو له پلي کیدو خوښ دي او د ورته نورو پروژو د پلي کیدو غوښتنه کوي.