انځور: ټولنیزې رسنۍ

مزارشريف ښار کې د تېرې ورځې چاودنو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په بلخ کې د طالبانو امنیتي سرچینې وايي، د دې ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د یو لړ چاودنو له امله لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

دغه چاودنې تېره ورځ (چهارشنبه، ۴ د غبرګولي) د مزارشریف ښار په پنځمه او لسمه ناحیه کې رامنځته شوي دي.

په ورته وخت کې يوې روغتيايي سرچينې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې یادو چاودنو کې نهه تنه وژل شوي او تر څلوېښتو ډېر کسان ټپيان دي.

بلخ کې د طالبانو امنیې قومندانۍ وايي، دغه چاودنې مسافر وړونکو موټرو کې د ځای پرځای شویو چاودیدونکو توکو له امله رامنځته شوي، چې په دغو موټرو کې سپاره کسان هزاره ګان وو.

د قوماندان په وینا په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د مزارشریف د چاودنو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

همدارنګه تېر ماښام د کابل ښار په یو جومات کې هم چاودنه شوې.

دغه چاودنه د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د ترافيکو څلور لارې ته څېرمه د «حضرت زکریا» جامع جومات کې رامنځته شوې ده.

د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ د دغه چاودنې تاييد ترڅنګ ويلي، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې په دې چاودنه کې دوه تنه ټپيان شوي دي.

مګر په کابل کې د ایمرجنسي روغتون وايي، چې له چاودنې وروسته ۲۲ ټپیان دې روغتون ته ور وړل شوي، چې پنځه تنه یې روغتون ته د رسېدو پر مهال مړه شوي دي.

د پېښې يوه عيني شاهد بیا اطلاعات روز ورځپاڼې ته وایي، چې چاودنه د يوه ځاى پر ځاى شوي ماين له امله رامنځته شوې، چې تر ۳۰ زیات کسانو پکې مرګ ژوبله اوښتې.

دغه سرچينه وايي، هغه يوازې د ۱۰ تنو د وژل کېدو او څه باندې ۲۰ تنو ټپيانو د لېږد شاهد و.

د هغه په ​​وينا، په جومات کې د لومړي، دويم او درېيم قطار لمونځ کوونکو ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په دې وروستیو میاشتو کې دا څووم جومات دی چې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې په نښه کېږي.

یوازې د روژې په میاشت کې په کابل او کندز کې د سني صوفیانو دوه جوماتونه او په مزارشریف کې د شیعه ګانو یو جومات کې لسګونه ملکي کسان د خونړي بریدونه موخه وګرځیدل. چې د ځینو بریدونو مسوولیت داعش ډلې منلی دی.