کندهار کې د کتاب لوستلو دود او د اخیستلو بازار کم رنګه شوی

کندهار د هېواد د جنوب لوېديځې حوزې په سطحه هغه ولايت دی چې د کتابونو د کم رنګه بازار تر څنګ اوس په کې د کتاب لوستوونکو شمیر په اوړو کې د مالګې له اندازې هم کم شوی دی.

د دې ولايت اوسېدونکي يې عمده او اساسي لاملونه د خلکو کمزوری اقتصادي حالت او انټرنيټ ته د ځوانانو لاس رسی يادوي.

د کندهار په ارګ بازار کې د يوه کتاب پلورنځي مسوول احمد شکيب وايي، له يوې خوا سياسي تحولاتو او له بلې خوا انټرنیټي ګېمونو د ځوانانو او کتاب تر منځ فاصله زیاته کړې ده.

هغه وويل، چې پخوا ډېرو کسانو کوښښ کوه څو نوي کتابونه وپېري او مطالعه يې کړي خو اوس د کتاب ځای زیرک مبایلونو نیولی او ځوانان په انټرنیټي لوبو روږدي شوي دي.

د کتاب پلورنځي یو مسوول وایي، اوس ځوانان د مطالعی پرځای زیرک مبایلونو ته مخه کړې ده

نموړی وایي، چې د کندهار ډېر شمېر ځوانانو ښه مطالعه کوله خو کله چې له يوې خوا کرونا وځپل او له بلې خوا سياسي تحولات پرې راغلل نو د مطالعې سره د هغوئ ليوالتيا ډېره کمه شوه.

شکيب زیاتوي چې اوس مهال ډېر شمېر لوستي ځوانان او د پاخه عمر لرونکي اشخاصو ته د خوړلو له پاره دوه وخته خواړه نه برابریږي نو هغوئ به کتاب څه وکړي.

دی وايی، داسي ډېر کسان ورته راځي چې د کتاب لوستلو سره شوق او علاقه لري خو د رانيولو له پاره يې په جيب کې پيسې نه لري.

د کتابونو د دې پلورنځي د مسوول په وینا، خلک هغه وخت مطالعې ته مخه کوي چې واکمن حکومت خلکو ته د کار زمينه برابره کړي او لوستي کدرونه پر دندو وګماري.

د احمد شکيب له قوله: «په اوس وخت کې که ځوانان دي که زاړه ټول د انترنيت معتاد شوي، هلکان او نجونې دواړه داسې شوي لکه بېخي چې اتټرنیټ د دوی ژوند وي، موږ ته پخوا د‌ کتاب رانيولو له پاره ډیر شمېر کسان راتلل  مګر اوس ټول ځوانان په نيټ اخته دي، وروستیو سياسي تحولاتو، فقر او بیکاري هم د خلکو زړه د کتاب لوستو تور کړی دی.»

ځينې کتاب پلورونکي بیا وايي، له هغه وخته چې پوهنتونونه د کرونا وبا او سياسي تحولاتو له امله و تړل شول د کتابونو د پلورلو کاروبار پنځوس سلنه رالویدلی دی.

په تېرو کلونو کې چې کله د کرونا وبا (کوېډ -۱۹) د نړۍ پر خلکو او روغتيايي سيستم حمله وکړه نو افغانستان هم د نورو هېوادونو په څېر دې ته اړ شو تر څو خپل د پوهنتونونو او ښوونځيو دروازې د زده کوونکو او محصلینو پر مخ وتړي، له هغه وروسته سياسي تحولات راغللی چې دې هر څه دوه کاله وخت ونيوه.

سيد احمد هم د کندهار ښار په ارګ بازار کې د يو شخصي کتاب پلورنځي مسوول دی، هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، د کتابونو د پېر او پلور کاروبار ځکه کوي چې ډېر شوق ورسره لري.

د کرونا بندیزونو او سیاسي تحولاتو د خلکو زړه د کتاب لوستلو تور کړ

دی وايي، خپله سواد نه لري خو هغه کسان چې کتابونه ورڅخه رانيسي او مطالعه کوي یې ده ته ډېر خوند ورکوي.

سيد احمد زياتوي، پخوا ډېرو کسانو کتابونه ورڅخه رانيول مګر اوس چې څوک سخته اړتيا ونه لري کتاب نه اخلي.

دی وايي، اتيا سلنه ځوانان په انټرنيټي ګېمونو اخته دي او د‌ مطالعې فرهنګ ور څخه هېر شوی ځکه په خبره يې دا ډول ګېمونه هر څوک معتاد کوي او بيا څوک خلاصون نه شي ورڅخه پېدا کولای.

هغه وایي، ځينې کسان يې ليدلي چې د کتاب رانيولو توان نه لري او ځينې بيا د څو کتابونو پيسې پر نشه‌يي توکو مصرفوي.

هغه زياته کړه چې د طالبانو حکومت بايد د ځوانانو له پاره د کتاب لوستلو سيالۍ او پروګرامونه په لاره واچوي تر څو ټول خلک د کتاب ويلو ته تشويق شي.

سيد احمد وايې: «دوه اولادونه لرم په دواړو دغه دی درسونه وايم او دواړه به ډاکټران کېږي، زه نه چا تشويق کړی يم او هم مجبوره وم چې کار وکړم تر څو خپله کورنۍ وساتم، بل زموږ د ځوانۍ په وختونو کې مکتب او کتابخانې چېري وې موږ د سر ساتلو په غم کې بند پاتې و، اوس خو شکر الحمدالله هر څه شته، ځوانان بايد کوښښ وکړي.»

له سياسي تحولاتو را وروسته په هېواد کې د بېکارۍ ګراف تر پخوا څو چنده لوړ شوی، دوه مېاشتې وړاندې د افغانستان د کارګرانو ټولنې وويل، چې د سياسي تحولاتو را وروسته هېواد کې میلیونونه کسان بېکاره شوي.

هغه کسان چې مخکې به په مطالعه کولو بوخت وه اوس په دې فکرو کې دي چې څنګه له افغانستان څخه ووځي او ډېري پيسې وګټي.

د‌‌ هغه کسانو له جملې يو هم پنځه وېشت کلن محب الله دی، ده اطلاعات روز ورځپاڼې ته په خبرو کې وويل، ډېري ناخوالې پرې تېرې شوي خو بيا هم ندی ورته تسليم شوی.

د کندهار عامه کتابتون کې درې ځوانان د مطالعې په حال کې

محب الله وايي، په اوسنۍ زمانه کې يې تر ټولو غټ ارمان دا دی چې څنګه کوم بل بهرني هېواد ته ولاړ شي.

هغه وايي، د مطالعې سره يې ډېره مینه لرله ان ډېر کله يې د خپل استعمال وړ توکې هم ورته خرڅ کړي خو په وينا يې چې اوس غواړي کوم بل بهرني هېواد ته ولاړ شي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاتوي، د تېرو سياسي تحولاتو پر مهال چې کله بېکاره شو نو د «پاپ جي» په نوم یو انټرنيټي ګېم یې شروع کړ او تر اوسه په‌کې لګیا دی.

دده په وینا، د شپې او د ورځې به يې مطالعه کوله خو کله چې به کوم بست اعلان شو نو د واسطې له طريقه به يو بې سواده کس ورته معرفي شو.

ده زياته کړه کې دوه جلده اثار یې لیکلي پيسې نه لري چې چاپ یې کړي او نه کوم بل څوک کومک ورسره کوي چې دغه اثار يې چاپ شي.

د محيب الله په حواله: «درس مو وویل، کوښښ مو وکړ، شپې او ورځې مو سبا کړې، اخیر نن يو بې سواده کسان پر ښو وظيفو دې او زه بېکاره يم، زه خپله ليکوال هم يم مګر کله کله چې دغه حالت ته وګورم د هرڅه مې زړه تور شي.»

د کندهار عامه کتابتون چې پخوا به ډلو ډلو ځوانانو په‌کې مطالعه کوله خو اوس يواځې درې يا څلور محدود کسان هلته ورځي او مطالعه کوي.

په عامه کتابتون کې که څه هم ځوانان کم تر سترګو کېږي، خو مسوولین‌ يې بيا وايې د مطالعه کوونکو په شمېر کې کوم خاص تغیر ندی راغلی.

د کندهار د عامه دولتي کتابتون مسوول عبدالصمد اطلاعات روز ته وويل، د دوی مراجعه کوونکي د پخوا په څېر دې او ندې کم شوي.

د کندهار عامه کتابتون چې څوک پکې تر سترکو نه کېږي مګر مسوولین یې وايي چې مراجعین یې د پخوا په څیر ډیر دي

خو دی زیاتوي چې په اوسنۍ زمانې کې يواځینی خنډ ټولنیزې رسنۍ (سوشل ميډيا) او انټرنېټي ګېمونو دي چې د ځوان نسل او مطالعې تر منځ يې فاصله زياته کړې.

هغه وايي، ټولنیزو رسنیو يا سوشل ميډيا ځوانان دومره مصروفه کړي چې ان خپل عادي ژوند يې هېر کړی.

د ده په خبره: «زموږ په مراجعه کوونکو کې کوم خاص تغیر ندی راغلی خو انټرنيټ او سوشل ميډيا تاثير کړی، ځوانان تر مطالعې اوس ډېر ګېم کوي او يا هم فيسبوک او داسې نورې رسنۍ کاروي، موږ دلته ډېر سهولتونه برابر کړي تر څو ځوانان راشي او مطالعه وکړي، ښه منظم چارپیريال لرو.»

واک ته د طالبانو رسیدو سره افغانستان کې لوستو ځوانانو کتاب او مطالعی ته شا کړې او وايي، چې دلته د لوستو ځوانانو قدر نشته اوس ټولې څوکۍ هغه کسانو نیولي چې ښوونځی او پوهنتون یې په سترګو نه دی لیدلی.