ننګرهار کې یوه شل کلن ځوان ځان زندۍ کړی

اطلاعات روز: ننګرهار کې یوه ځایي سرچینه وايي، چې د دې ولایت کامې ولسوالۍ کې یوه ځوان خپلې کورنۍ سره تر لفظي شخړې وروسته ځان زندۍ کړی دی.

د کامې ولسوالۍ یو اوسیدونکی چې ځان هجرت الله معرفي کوي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه ځوان چې ضمیرخان نومیږي تیره شپه (جمعه، ۶ د غبرګولي) د کامې ولسوالۍ په «ارباپانو» کلي کې ځان وژنه کړې ده.

نوموړی زیاتوي وژل شوي ځوان د کورنۍ له غړو سره تر لفظي شخړې وروسته د یوې رسۍ په وسیله ځان تر ونې زندۍ کړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې ده.

په دې وروستیو کې د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو د کورني تاوتریخوالي دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې بې روزګاري، د ځوانانو له لوري د نشه یي توکو کارول او اقتصادي ستونزې بلل شوي دي.