د نورستان نورګرام ولسوالۍ په ځنګله کې اور لګیدنه

اطلاعات روز: نورستان کې طالب چارواکي وایي، د دې ولایت نورګرام ولسوالۍ اړوند «شام درې» سیمې ته څیرمه په يوه ځنګل کې اور لګېدنه رامنځته شوې ده.

د نورستان ولايت لپاره د طالبانو  د والي وياند سيف الدین لټون نن (شنبه، ۷ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دا اور له تېرو دوه ورځو راهیسې لګېدلى؛ خو تر اوسه يې علت روښانه ندى.

هغه زیاتوي د نورستان د مرستيال والي په مشرۍ چې د ننګرهار اور وژنې ادارې يو ټيم هم ورسره دى د ځايي خلکو په مرسته د اور د مهار هڅې کوي.

تر نورګرام وړاندې په واما ولسوالۍ کې هم يو ځنګل اور اخيستى و، چې وروسته د ځايي خلکو په مرسته کنترول شو؛ خو د مالوماتو له مخې چې ځنګل ته يې يو اندازه زيان رسولى و.

د يادونې وړ ده چې ډېر کله د اوړي په موسم کې په ځنګلونو کې د تودوخې له کبله هم اور لګېدنه رامنځته کېږي چې ونو، بوټو او د ځنګله حیواناتو ته پکې لوی زیان رسیږي.