هلمند  کې یو کس د ناپیژانده کسانو لخوا په بې رحمانه ډول وژل شوی

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي، په دې ولایت کې د هغه کس سوځول شوی جسد یې موندلی چې څو ورځې وړاندې له خپل کور څخه نادرکه شوی و.

هلمند کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ د مطبوعاتو امر انجينر احمدجان خالد  وايي، وژل شوی کس نعمت الله نومیږي چې په «تور جان خیاط» هم مشهور و د تېرو اته ورځو راهیسې له نوزاد ولسوالۍ د «علیزو» سیمې څخه له ۱۲ لکه پاکستانۍ کلدارو سره یوځای نادرکه شوی و.

نموړی زیاتوي، چې طالبانو د یاد کس سوځیدلی جسد د هلمند نوزاد ولسوالۍ د «دیمیانو» په سیمه کې د غره په څنډه کې موندلی دی.

د خالد په وينا د یادې پېښي په تړاو یې څېړنې پېل کړي او تراوسه معلومه نه ده چې دغه کس چا او ولې وژلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو رسیدو وروسته د جنوب په ګډون د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې پټې وژنې زیاتې شوي دي.