هلمند کې یو ماشوم اوبو ته تر لویدو وروسته ساه ورکړې

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين وايي، د دغه ولايت په باباجي ولسوالۍ کې يو ماشوم د اوبو حوض ته تر لويدو وروسته مړ شوی دی.

هلمند ولايت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریيس حافظ راشد هلمندي نن ( یکشنبه، ۸ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې پيښه تېره شپه د باباجي ولسوالۍ د «سپین مسجد» سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وایي د عبدالقدوس په نوم دغه ماشوم دوه کاله عمر درلود چې په ناببره توګه د اوبو حوض ته لویدلی دی.

نموړی ددغه ډول پيښو لامل ماشومانو ته د کورنيو نه پاملرنه یادوي او غوښتنه کوي چې کورنۍ دې د خپلو ماشومانو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم په ارزګان ولایت کې دوه طالب سرتیري د هلمند سیند اوبو ډوب کړي وو.