د کندهار په بازارونو کې خلک د جعلي ډالرو ډیریدو څخه شکایت کوي

اطلاعات روز: کندهار کې ځايي صرافان‌ او عام خلک وایي، چې په دې وروستیو کې د دې ولایت په بازارونو کې جعلي ډالر زیات شوي چې د اصلي هغو سره یې هیڅ فرق نه کېږي.

دوی زیاتوي، تېرو څو میاشتو کې زیات صرافان او دوکانداران د جعلي ډالرو اخیستو له امله دوکه شوي او پر طالبانو غږ کوي چې د هیواد په بازارونو کې د جعلي بانګ نوټونو مخه ونیسي او عاملین یې د قانون منګلو ته وسپاري.

حاجي نقيب الله اخند د کندهار صرافي مارکيټ يو تن له هغو صرافانو دی چې یو کس پرې ۶ زره امریکاي جعلي ډالر خرڅ کړي خو هیڅ سر یې ندی خلاص شوی چې اصلي ډالر دي که بدل.

ده اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې د اصلي ډالرو او جعلي ډالر ترمنځ اوس ډېر کم خلک توپير کولای شي ځکه په خبره يې چې د پيسو د حساب ماشينونه يې هم تشخيص نه شي کولای څو دوی په دې پوه شي چې کوم اصلي او کوم جعلي ډالر دی.

کندهار کې د پیسو د تبادلې مرکز چې خلک پکې خپلې پیسې تبادله کوي

هغه وایي، درې ځلې يې دغه ډالر د پيسو د حساب ماشين ته ورکړي ترڅو اصلي او جعلي ورته معلوم کړي خو د پیسو ماشین هیڅ ځواب ور نه کړ.

د ده په وينا چې د جعلي ډالرو خرڅونکي اوس له نوې ټيکنالوژي څخه ګټه اخلي او هر جعلي ډالر دومره په ځيرکتيا سره جوړوي چې صرافان هم پرې نه پوهیږي.

نقیب الله وایي، د پخواني جعلي ډالرو سره يې څه ناڅه بلدتيا درلوده خو اوس چې کوم ډالر بازارونو ته راوتلي نه په اسانۍ نه پیژندل کېږي.

دی اوس له عامو خلکو څخه غوښتنه کوي ترڅو احتياط وکړي او په خپلو ورځنيو راکړه – ورکړه کې له افغاني‌ بانک نوټونو څخه ګټه واخلي.

عبدالرحمن هم يو له هغو صرافانو څخه دی چې په همدې مياشت کې د يو کس له لوري په پنځه زره جعلي ډالرو خطايستل شوی.

هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، جعلي ډالر يې لومړی خپله چيک کړه، وروسته يې د پيسو د حساب په ماشين کې چيک کړه او له هغه وروسته يې خپل ملګرو ته ورکړل څو دغه ډالر وګوري خو هغوئ هم ټولو ورته تائيد کړه، خو په خبره یې بيا هم جعلي ډالر وختل او دی تېرايستل شوی و.

هغه زياتوي چې دا ډول جعلي ډالر له چين او نورو پرمختللو هېوادونو څخه راځي ځکه په لوړ کيفيت او ډېري ځيرکتيا سره جوړ شوي.

صرافان وایي، بازار ته راوتلي جعلي ډالر له اصلي هغو سره هیڅ فرق نه کوي

دی وايي، په افغانستان کې دننه هم د جعلي ډالرو کاروبار د افغانانو په لاس کې ندی بلکې دا له نورو هېوادونو څخه کنترولیږي.

عبدالرحمن د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې په دې اړه پلټنې وکړي او د دغه ډول کارونو مخه ونيسي.

ددغه صراف په وينا که د طالبانو واکمن حکومت د ډالرو د جعل کارانو مخه و نه نیسي نو عام ولس او تجاران به دواړه له مشکلاتو سره مخامخ شي.

دی زیاتوي چې اوس مهال په بازارونو کې جعلي ډالر، کالدارې افغانۍ ټول بېخي ډېر شوي او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

ددغه صراف په وینا، هر کله چې د پيسو د تبادلې غټه معامله کوي نو په منځ کې یې زرګونه جعلي کالدارې او افغانۍ پيدا کوي.

هغه له عام وګړو غوښته کوي څو خپلې ټولې معاملې په افغاني بانک نوټونو سره ترسره کړي ترڅو د تاوان مخه يې ونیول شي.

د عبدالرحمن په حواله:«ماته یو کس ډالر راکړه څو ځله مي حساب کړه چيک مي کړه، ماشين ته مې ورکړل، ملګري ته مي وويل ته خو دغه ډالر وګوره هغه هم ويل سم دي خو کله چې مې نورو ته ورښکاره کړل جعلي ډالر وختل، اوس په بازارونو کې جعلي پيسي بېخي ډېرې شوي، دولت بايد د دې کار مخه ونيسي ځکه يوازي په زرګونه ډالره ما تاوان کړی.»

د ډالرو جعل کاران دا ډول ډالر يوازې د صرافي مارکېټونو کې نه تبادله کوي بلکې کله کله يې د سودا اخيستلو په بهانې پرچون دوکاندارانو، عمده پلورنځيو او نورو خلکو ته ورکوي.

فريد احمد يو له هغو پرچون دوکاندارانو څخه دی چې يو کس د سلو ډالرو جعلي بانک نوټ ورکړی و.

دی اطلاعات روز ورځپاڼې ته وايي، هر عام وګړی بايد په افغانيو راکړه ورکړه ترسره کړي ترڅو د جعلي ډالرو په دام کې راګیر نه شي.

هغه وويل، د شپې ناوخته يو کس چې د بل ولايت معلومیده ورڅخه سودا وکړه او په بدل کې يې د سلو ډالرو جعلي نوټ ورکړ، خو په وينا يې تر هغو دغه بدل ډالر نه و پيژندلی ترڅو یې بل ملګري ته ښودلی نه و.

دی زياتوي چې د يوې مياشتې خوارې او ګټلې پيسې يې پر يوه ځای ورڅخه د جعلي ډالرو خرڅونکي يوړه.

فريد احمد وايې هغه وخت د جعلي ډالرو مخه نيول کېږي چې د ډالرو ټولې معاملې په بانکونو کې ترسره شي.

د هغه په خبره چې جعلي ډالرو عام وګړو او دوکاندارانو ته ډېر تاوانونه رسولي او واکمن حکومت یې بايد ژرترژره مخنيوی وکړي.

کندهار کې د صرافي داخلي برخه

د هغه په حواله: «ماښام يو کس راته راغی ډېره سودا يې راڅخه راونيوله اخر يې د سلو ډالرو جعلي نوټ راکړ خو زما سر پرې خلاص نشو ما هم باور وکړ او دغه د سلو ډالرو نوټ مې ورڅخه واخيست خو کله چې په دا بله ورځ صرافي مارکېټ ته ورغلم هغوئ ويل دا جعلي دی، زما د يوې مياشتې زحمتونه ټول بې ځايه شول.»

په همدې حال کې د کندهار د صرافانو د اتحاديې مشر حاجي قندي آغا اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې نوي جعلي ډالر بازار ته راغلي او صرافان يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

هغه زياتوي چې څو ځله د جعلي ډالرو خرڅونکو صرافانو او دوکاندارانو ته جعلي ډالر ورکړي خو څوک نه دې پرې پوه شوي.

حاجي قندي آغا وايي، اوس وخت چې په بازارونو کې کوم جعلي ډالر سودا کېږي ماشین يې هم نه شي راګرځولی ځکه ډېر په نوي سیستم جوړ شوي.

دی وایي، کوم کسان چې د جعلي ډالرو کاروبار کوي کله په کندهار کې کار کوي او کله په نورو ولايتونو کې خو په وينا يې دقيق ادرس يې ندی معلوم.

د کندهار د صرافانو د اتحادیې مشر وایي، جعلي ډالرو ټولو صرافانو ته سرخوږی جوړ کړی

دی زياتوي چې د دې ډول جعلي ډالرو دا لومړی ځل دی چې د کندهار په بازارونو کې ترسترګو کېږي خو په وينا يې چې دولت بايد پوره هڅه وکړي څو خلکو ته له دغه مشکل څخه خلاصون ورکړي.

د حاجي قندي آغا په خبره:«په تېره يوه مياشت کې دا دوهم ځل دی چې د ډالرو جعل کاران پر صرافانو جعلي ډالر تېروي، اوس ان شاء الله صرافان هم ورسره پوه شوي چې کوم اصلي او کوم جعلي دالر دي، موږ کوښښ کوو چې دغه بانډ پيدا کړو چې پر خلکو جعلي ډالر خرڅوي، چې يو نفر يې هم پيدا شي بس نو ټول خپله پيدا کیږي.»

واک ته د طالبانو رسیدو وروسته هیواد کې د مختلفو هیوادونو جعلي بانګ نوټونه زیات شوي چې د طالبانو سرپرست حکومت تراوسه په دې اړه کوم ګام نه دی پورته کړی.