اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو امر بالمعروف رياست مسوولين وايي، له دې وروسته هېڅ يو موټروان او ريکشه چلوونکی نهشي کولای له محرم پرته يوه ښځه ټکسي او ریکشې ته پورته کړي.
کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف مسوولين زیاتوي، که هر څوک د دوی د دغې پريکړې څخه سرغړونه وکړي سزا به ورکړي.
د مسوولينو په خبره، دغه پرېکړه يې ځکه کړې ترڅو ښځې په یواځې توګه ښار ته تګ راتګ ونه وکړي.
د کندهار امر بالمعروف ریاست چارواکي زياتوي چې دوی د حجاب په برخه کې پر اسلامي اصلو کلک عمل کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې کندهار ولایت کې د طالبانو امر بالمعروف رياست مسوولينو ويلي و، چې هره ښځه بايد حجاب وکړي او که کومه یوه سرغړونه وکړي دوی به يې د کورنۍ نارينه غړی محکمې ته وسپاري او سزا به ورکړي.