اطلاعات روز: هلمند کې ځایي مسوولين وايي، په دې ولايت کې د یوې ترافیکي پیښې له امله یو نارینه او دوه میرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ريیس حافظ راشد هلمندی وايي، دغه پیښه تېره ورځ ( شنبه، ۷ د غبرګولي) د مارجې او نادعلي ولسوالیو ترمنځ په «دوراهي» سیمه کې رامنځته شوې چې درې تنه پکې مړه شوي دي.
نموړي زیاتوي ياده ترافيکي پيښه د يو ټونس موټر او موټرسايکل ترمنځ شوې ده.
د راشد په خبره د ټونس موټرچلونکی یې نيولی او دا مهال ترې څیړنې روانې دي.
په دې وروستیو کې هلمند ولایت کې ترافیکي پیښې ډیرې شوي چې لامل یې د سړکونو خرابوالی، زیات سرعت او د ډریورانو لخوا د ترافیکي اصولو نه مراعتول یاد شوي.